ننداریزې قطعې د عصري او میکانیزه کرکېلې بنسټ دی

ننداریزې قطعې د عصري او میکانیزه کرکېلې بنسټ دی

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په هېواد کې دکرنیزې ټکنالوژۍ او میکانیزه کرکېلي د دودولو په برخه کې هلې ځلې کوي ترڅو بزګران د کرنې له نوي کرنیز ټکنالوژۍ سره بلد او میکانیزه کرکېلي سره بزګران وکولای شي، چې له خپلو کروندو څخه ښه او باکیفیته حاصل ترلاسه کړي، چې له یوې خوا د بزګرانو عواید ډېر شي او له بلې خوا هېواد د کرکېلي له پلوه پر ځان بسیا شي. ددغو هلو ځلو یوه برخه کروندګرو او بزګرانو لپاره ننداریزې قطعې جوړول دي.

د هغو بزګرانو له ډلې، چې د کرنې وزارت له خوا ورته ننداریزې قطعې جوړې شوي دي او میکانیزه کرکېله یې زده کړي دي یو هم ۵۴ کلن جان آغا دی. هغه چې اوس د اتو بچیانو پلار دی له تېرو ۲۳ کلونو څخه په خپله ۱۲ جریبه ځمکه کې بزګري کوي.

 

جان آغا وویل، چې کلونه کلونه یې په دودیزه بڼه بزګري کوله او د بزګرۍ له نوي ټکنالوژۍ او میکانیزه کرکېلي سره نه وو بلد هغه وویل: «زمونږ ځمکې د کال په ټولو فصلونو کې په کافي اندازه اوبه لري. خو زمونږ ځمکې ناهموارې وې، یوه جریبه ځمکه به تقریباٌ په یوه ساعت کې خړوبېده.»

 

د جان آغا په خبره د اوبو ستونزه نشته خو د ځمکې ناهمواري اوبولګول ستونزمن کړئ دی.

هغه زیاته کړه: «زمونږ ځمکې ناهموارې وې او د اوبولګولو پر وخت زمونږ زیات وخت ضایع کېدل. همدارنګه کله به موچې په کرونده کې تخم او یا سره شیندل نو په یوه ساحه کې په ډېر او په بل کې به کم وو؛ په یوه ځای کې به اوبه ډنډېدلې او په بل ځای کې به اوبه تېرېدلې، چې په پایله کې به مو حاصل لږ او زحمت ډېر وو.»

جان آغا وویل کله، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د نمونې په ډول ورته یوه ننداریزه قطعه جوړه شوه نو هر څه بدل شو هغه وویل: «د کرنې وزارت له خوا راته د عصري کرکېلي په موخه ننداریزه قطعه جوړه شوه او ددې ترڅنګ یې زمونږ په ځمکه کې دځمکې دهوارولو ماشین «لایز لېول» وګرځول او بزګرانو ته یې ددې ماشین ګټې ور وښودلې. جوار یې دکتار په ډول راته وکرل، چې په پایله کې هماغه ځمکه چې پخوا به په ساعتونو نه خړوبېدل اوس په شلو دقیقو کې خړوبیږي او دهرزه بوټو له منځه وړل یې هم ډېره اسانه شوې ده.»

بزګرانوته د عملي زده کړې او د عصري کرکېلي د ترویج په پار بزګرانو ته ننداریزې قطعې جوړول د عصري او میکانیزه کرنې د ملاتیر دی. د بزګرانو په لګښتونو کې کموالۍ او په عوایدو کې زیاتوالی راوستل هغه مهمې کړنې دي، چې د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ وزارت په ځانګړې توګه ددې وزارت په کرونده کې د اوبو دتنظیم پروژه « OFWMP» پرې ټینګار کوی.

 

تجربو ښودلې ده چې، د عصري کرکېلي په برخه کې د بزګرانو عملي روزنه او دوی سره په دې برخه کې مرسته کولای شي، چې د کروندګرو په حاصلاتو کې پراخ بدلونونه رامنځته او ددې لامل شي، چې په کم لګښت سره ډېر حاصل تر لاسه کړي.

 

په حقیقت کې نمایشي قطعې بزګرانو لپاره ښوونیز او تجربوی صنفونه دي، چې په استفادې سره یې بزګران په خپل مینځ کې د تجربو شریکولو سربېره کولی شي، چې د کرنې په نویو او عصري میتودونو ځان پوه کړي.

په ننداریزو قطعو کې تر ټولو لومړی، بزګران په عملي او ډاډمن ډول د هوارې یا لایزر شوې ځمکې په اهمیت پوهیږي. هغوی د هوارې یا لایزر شوې ځمکې ګټې په خپلو سترګو په عملي بڼه ویني او تجربه ترلاسه کوی. په هواره ځمکه کې کرکېله خورا ګټې لري تر ټولو ښه او مهمه ګټه یې د اوبو د ضایعاتو مخنیو دی، ددې ترڅنګ د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوی سرو په لګښت کې کموالی یې بله همه ګټه او تر ټولو غوره دا چې د کرونده لګښتونه لږ او محصولات یې د کیفیت له پلوه ښه او د کمیت له پلوه ډېریږي. دغه راز د نباتاتو په حفاظت، دناروغیو او آفتونو په مبارزه، د هرزه بوټو په لرې کولو او د نباتاتو په دواپاشي کې آسانتیاوې یېنورې هغه مهمې برخې دي، چې بزګران یې له ګټو څخه په ننداریزو قطعو کې خبریږي.

ددغو موضوعاتو موثریت ته په کتو دکرنې وزارت په کرونده کې د اوبو د تنظيم پروژه «OFWMP» تر دې دمه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې بزګرانو ته د بېلابېلو کرنیزو توکو ۵۵ ننداریزې قطعې جوړې کړي دي، چې ددغو ننداریزو قطعو په جوړولو سره عصري او میکانیزه کرکېلي سره د بزګرانو لېوالتیا هم زیاته شوې ده. نوموړې ننداریزېقطعې د کرنې او اوبولګولو په بېلابېلو برخو کې جوړې شوې دي.

 

ددې ترڅنګ د کرنې وزارت په کرونده کې د اوبو دتنظیم پروژې له خوا د کروندګرو د ملاتړ او هڅونې په پار پر یوشمېر کروندګرو د کرنې د میکانیزه کولو توکي او تولیدي توکي لکه د ځمکې د هوارولو ماشینونه، ټراکټورونه، اصلاح شوي تخمونه، کیمیاوي سرې، د څاڅکې په سیسټم د اوبولګولو توکي او داسې نور اړین توکي هم وېشل شوي دي. دغه توکي په هېواد کې د کرنې عصري کولو او د بزګرانو د ملاتړ په موخه وېشل شوي دي.

 

دغه راز د کرنې وزارت په کرونده کې د اوبو د تنظیم پروژه «OFWMP» بزګرانو لپاره ۱۲۰ د ځمکې هوارولو دستګاوې او ټراکټورونه هم چمتو کړي او د بزګرانو په واک کې یې ورکړي دي، چې له دغو دستګاوو څخه په استفادې سره د بزګرانو په محصولاتو او عوایدو کې د پام زیاتوالی راغلی دی. د کرنې د کارپوهانو په خبره ننداریزې قطعې جوړول ددې زمینه برابروی، چې کروندګر له دودیزې کرنې لاس واخلي او عصري کرنې ته مخه کړي.

باید وویل شي، چې د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ وزارت په هېواد کې د کرنې د میکانیزه کولو اوعصري کرنیز سیسټم او تکنالوژۍ ترویجولو په پار هلې ځلې کوي. د دغو هلو ځلو یوه برخه بزګرانو ته ننداریزې قطعې جوړول او د اوبو د ضایعاتو د مخنیوی په موخه د ځمکې د هوارولو لایزري ماشینونو « Land Laser Leveling » دودول دي، چې له دغو ماشینونو څخه ګټه پورته کول ددې ترڅنګ، چې په کرونده کې لږې اوبه مصرفیږي او د اوبولګولو چارې اسانوي، د کتار په ډول کرکېله، خیشاوه او د سرې او تخم شیندلو چارې هم اسانوي او د حاصلاتو د لوړېدا سبب هم کیږي.



t