ننګرهار:په کوټ کې د ۸۲۰ او روداتو کې د ۴۷۰ میلیونه افغانیو پروژې تطبیقیږي

ننګرهار:په کوټ کې د ۸۲۰ او روداتو کې د ۴۷۰ میلیونه افغانیو پروژې تطبیقیږي

ننګرهار والي شاه محمود میاخیل کوټ ولسوالۍ ته د سفر پر مهال وویل، په یاده ولسوالۍ کې د نږدې ۵۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت پروژې پیل شوي او د ۳۰۴ میلیونه او پنځه سوه زره افغانیو په لګښت یې ورته نوې پروژې پلان کړي دي .
هغه زیاته کړه،په یاده ولسوالۍ کې تر کار لاندې پروژو کې د ۶۶ میلیونه او پنځه زره افغانیو په لګښت د دوو روغتیایي مرکزونو،د ۵۶ میلیونه او دوه سوه زره افغانیو په لګښت د درې ښوونځیو ودانۍ او لس میلیونه افغانیو په لګښت د یو ښوونځي احاطې جوړول،د ۳.۲ میلیونه افغانیو په لګښت د یو ښوونځي ترمیم،د ۳۷ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۷۱۵ متره په اوږد والي دوه استنادي دیوالونه جوړول،د ۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د پاکو اوبو رسولو لس شبکو جوړولو،د ۸ میلیونه افغانیو په لګښت د یو کانګیټي پول جوړولو،د ۷ میلیونه افغانیو په لګښت ۲۵۰ کورنیو ته د چرګانو واړه فارمونه جوړول او د CBARD پروګرام له لارې د ۳ سوه میلیونه افغانیو په لګښت د اتیا غټو او وړو شنو خونو جوړول او نور پروګرامونه شامل دي .
نوموړي زیاته کړه، همدا راز د یادې ولسوالۍ لپاره د ۳۰۴ میلیونه او پنځه سوه زره افغانیو په لګښت پروژې پلان شوي،چې په کې د ۷۲ میلیونه افغانیو په لګښت ۴۴۰۰ متره استنادي دیوال،د ۳۵ میلیونه افغانیو په لګښت ۳.۵ کیلو متره سړک،د ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت د اقرا پروګرام له لارې د ۱۴ ښوونځیو ودانۍ،د ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د یو ښوونځي د احاطې دیوال،د ۴۹ میلیونه افغانیو په لګښت د سربندونو او کانالونو او ۲۴ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۴ ښوونخیو جوړول او د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت د کوټ سړک حفظ او مراقبت کول او یو شمیر نورې پروژې شامل دي .
د ننګرهار والي په مشرۍ یادو مسؤلینو چې د کوټ ولسوال نجیب الله رحماني او د ولسي ملاتړ پروګرام مشر حاجي سیدالرحمن مومند یې هم ملتیا کوله،د ۳۳ میلیونه افغانیو په لګښت د لمریزې برېښنا په وسیله یې د اوبو رسونې ۱۱ شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارلې .
میاخیل وویل،یادې شبکې د ۴ میاشتو په موده کې جوړې شوي،چې له هرې شبکې ۲۵۰ کورنۍ ګټه اخلي.
دوی همدا راز د انار خیلو په سیمه کې ۲۰ متره په اوږدوالي جوړ شوی کنګریټي پل او ۱۲۰ متره استنادي دیوال هم ګټې اخیستنې ته وسپاره،چې د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل په وینا چې د اته میلیونه افغانیو په لګښت د یو کال په موده کې یې چارې بشپړي شوي دي .
د یو بل خبر له مخې: ننګرهار والي وایي،په روداتو ولسوالۍ کې د بېلابېلو سکتوري ادارو له لورې د ۴۷۰ میلیونه افغانیو په لګښت پروژې پیل او په پلان کې دي.
ننګرهار والي شاه محمود میاخیل روداتو ولسوالۍ ته د سفر پر مهال وویل، په روداتو ولسوالۍ کې اوس مهال د شاوخوا ۱۲۲ میلیونه افغانیو په لګښت بېلابېلې پروژې تر کار لاندې دي او د ۳۴۸ میلیونه افغانیو په لګښت ګڼ شمیر نورې پروژې په روان کال کې د پلې کېدو په موخه پلان شوي دي.
د یادې غوندې پر مهال چې د چنګاښ په ۸مه د روداتو په امنیه قوماندانۍ کې جوړه شوې وه،د یادې ولسوالۍ د ادارو مسؤلینو په استازیتوب ولسوال سید علي اکبر سادات، د مخورو او ځوانانو په استازیتوب د پکتیا پخواني والي رحمت الله رحمتي،سیدخاطرشاه پاچا،ملک عربستان،ملک ګل احمد،ملک زمرک او صفت الله تلوار خبرې وکړې .
دوی د نهمې ناحیې او روداتو ترمنځ د سرحد مالومولو،د حصارشاهي روغانو او بړو او حصارشاهي ترمنځ د سړکونو پخولو،د دارالمعلمین ودانۍ، د ښوونځیو د ودانیو او احاطو ،مرکزي کلینک،د شادو تنګي د اوبو ذخیرې او یو شمیر استنادي دیوالونو د جوړیدو، د پیوې روغتون د فعالیدو،د درملو کمښت ستونزې د حل کولو،بې کارۍ لمنځه وړلو او یو شمیر نورو برخو کې غوښتنې او وړاندیزونه وکړل .
ننګرهار والي شاه محمود میاخیل د غونډې ګډونوالو سره د ولسمشر سلامونه او پیغام شریک کړ،همدا راز یې له دوی مننه وکړه،چې د خپل نظام ملاتړي دي،همدا راز یې ډاډ ورکړ،چې د نهمې ناحیې او روداتو ترمنځ به د قانوني کړنو د ترسره کولو په موخه ژر تر ژره حدودات مالوم کړي .
هغه زیاته کړه،د مګړۍ په رواتو ولسوالۍ کې د شاوخوا ۱۲۲ میلیونه افغانیو په لګښت پروژې تر کار لاندې دي،چې په کې د ۵ میلیونه او دوه سوه زره افغانیو په لګښت د دوو ښوونخیو ودانۍ،د ۹ میلیونه او سل زره افغانیو په لګښت د یو ښوونځي احاطه او یو ښوونځي د ترمیم،د ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت د پېوې کنډو او شهیدانو مینې روغتونونه،د غیرې مشروطې بودیجې څخه د ۱۱ میلیونه افغانیو په لګښت د پيوې کنډو تجهیزات،د ۵۵ میلیونه او درې سوه زره افغانیو په لګښت دوه استنادي دیوالونه او د ۱۱ میلیونه افغانیو په لګښت د حرفوي زده کړو کورسونه او ماشومانو حمایوي مرکز جوړیدل شامل دي.
نوموړي زیاته کړه، یادې ولسوالۍ ته په ۹۸یم کال کې د ۳۴۸ میلیونه افغانیو په لګښت پروژې پلي کیدل پلان شوي،چې په کې د ۸۰ میلیونه افغانیو په لګښت د سربندونو او کانالونو جوړول،د ۳۸ میلیونه افغانیو په لګښت د حصارک کلي ۵۱ متره اساسي پل جوړول،د ۱۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت کان او کترغي ته د لس کیلو متره سړک جوړول او د اقرا پروګرام له لارې د ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۳ ښوونخیو ودانۍ جوړول او یو شمیر نورې چارې شامل دي.
هغه د سیمې خلکو څخه وغوښتل،چې د ولسوالۍ مسؤلینو سره یو ځای پخپلو سیمو کې د پیل شوو او پلان شوو پروژو څخه څآرنه وکړي او په اړه یې د مسؤلینو څخه مالومات تر لاسه کړي .




t