عالیه بهټ: په هیڅ کوم فلم کي مي چاته نه دي ویلي مینه درسره لرم

عالیه بهټ: په هیڅ کوم فلم کي مي چاته نه دي ویلي مینه درسره لرم

د بالیووډ ځوانه او ښکلې فلمي ستورې عالیه بهټ چي په اوسني فلمي ښځینه ستورو کي مخښه ستورې ده په خپله یوه تازه خپاره سوي وینا کي ویلې دي چي تر اوسه يي په کومو فلمونو کي يي چي کار کړي، چاته دا نه دي ویلي چي (اي لب یو) یعني زه درسره مینه لرم.

نوموړي ویلي دي: (( ما چي په کومو فلمونو کي کار کړي دي تر اوسه مي چاته دا نه دي ویلي چي (ای لب یو) یعني زه له تا سره مینه لرم.)) هغه وايي چي غواړي په خپل ښې تګلاري او ښه اداکارۍ سره پر خلکو ځان ګران کړي. دا ځوانه فلمي ستورې چي د نړۍ د پنځوسو غوره ښځو په لیست کي په لومړی مقام راغلي ده، په بالیووډ کي يي د ځان لپاره په لږ وخت لوړ نوم پیداکړ او ټول فلمونه يي ښه بازارونه درلودلي دي.

عالیه د بالیووډ د نوموتي فلمي ستوری رنبیر کپور سره مینه لري او د دواړو د واده په هکله هم ډېری وختونه هندي رسني راپورونه خپاره کوي او دوې هم دا تائید کړي ده چي یو له بل سره د میني اړیکي لري، عالیه دا مهال په خپل یو بل نوي فلم (براهمسټرا) فلم کي د شوټینګ په چارو مصروفه ده.


بالیووډ فلمي نړۍ
t