په اسلامي خلافت کې د واک انتقال څرنګوالی/څلور څلویښتمه – برخه

په اسلامي خلافت کې د واک انتقال څرنګوالی/څلور څلویښتمه – برخه

د متقي بالله د خلافت پر مهال د امیر الامرا اهمیت له خلافت نه شوی و، ځکه نو ډیری سردارانو د امیرالامرا کرسی پر سر سیالي کول او دا اهمیت د بجکم په وخت کې لوړ شو ځکه نوموړی سردار به وزیران هم ټاکل.
امیرالامرا کیدل پدی پوری هم تړلی وه چې بغداد باید ستاسی لاس کې وي، د امیر الامرا همدا اهمیت و چې بجکم یې لمړنی قرباني شو.
کله چې بجکم ووژل شو او د هغه ډیر سرتیری د هغه سیال ابن بریدي سره لاړل، او نوموړی د بغداد لپاره په لوی سرخوږي بدل شو.
ابن بریدي د بغداد غنیمت خپله واخیست نو د دیلمیانو او ترکانو ترمنځ شخړه ونښته چې دی سره ابن بریدی وتښتید او بغداد بل ترک سردار(کوکورتګین)ته پاتی شو او نوموړی د امیرالامرا په کرسی کښیناست.
د امیر الامرا کوکورتګین پر وړاندی یو بل سردار چې هیله یې لرل امیرالامرا شي د شام والي ابن رایق و چې د بغداد د نیولو یې عزم وکړ، نوموړی چې څنګه بغداد ته ننوتو د بغداد د خلکو استقبال سره مخ شو نو المتقي مجبور شو چې ابن رایق خپل امیرالامرا وټاکي.
په کورنی جګړو کې د خلافت خزانه داسی تشه شوی وه چې حتی د بی تنخوایی له وجی څوک د ابن بریدي دویم برید ته د ودریدو لیوالتیا نه درلود.
ابن بریدي په یو چټک برید کې بغداد ونیوه خلیفه او ابن رایق پلازمینه پریښود موصل ته وتښتیدل، چې دی برید کې بغداد تالا شو او ښار کاملآ ویجاړ شو.
موصل ته له رسیدو وروسته خلیفه خپل ځوی او ابن رایق د موصل حمداني والي(ناصر الدوله)دربار ته واستاوه، ناصرالدوله هم د ابن رایق سر پری کړ او د خلیفه په ملاتړ یې پر بغداد باندی د ابن بریدي قبضه یې ختمه کړه او ځان یې امیرالامرا اعلان کړ.
ناصرالدوله لا د امیرالامرایی خوند نه و څکلی چي بیرته ترکان په پر بغداد وختل او ترکی سردار تورون ځان امیر الامرا اعلان کړ.
ندوي لیکي لږ وخت وروسته د تورون او متقي ترمنځ حالت خړپړ کیږي او خلیفه موصل ته تښتي خو موصل کې له لږو شپو وروسته کوربه له میلمه په تنګیږي نو میلمه مجبوریږي چې یا خپل کور بغداد ته راشي او یا بل کور ته میلمه شي.
نوموړی دوه انتخابه لري یو د مصر اخشیدي کورنۍ چې د نوموړي ډیر عزت کاوه او بل خپل کور بغداد او امیرالامرا تورون سره روغی ته طبعه کیده، تورون چې دا محسوس کړ نو خلیفه ته یې د وفاداری یو سوګندنامه د یو هئیت په لاس واستاوه چې نوموړی د بغداد تګ ته راضي کړي او همدای وشول.
ابن اثیر لیکي:
کله چې خلیفه بغداد ته راغی تورون یې ښه درناوی وکړ خو لږ وخت وروسته یې دواړه سترګی ورته ړندی کړی، خلکو بغاوت وکړ خو وځپل شول، ځینو شیعه مورخینو دا هم لیکلي چې تورون ویل معیوب سړی خلیفه نشي کیدای او المتقي اوس یو معیوب انسان دی، خو د معیوب خلیفه کیدل یا نه کیدل کوم معتبر سند مې پيدانکړ.
تورون ۳۳۳ هجري قمري کې نوی خلیفه ابوالقاسم عبدالله بن مکتفي ملقب يه مستکفي بالله د خلافت پر تخت کښیناوه ،د ړانده خلیفه المتقي څخه یې ورته بیعت واخیست، ابوالفراج محمدبن علي یې ورته وزیر وټاکه او ړوند کړی خلیفه متقي بالله یې زنداني کړ چې وروسته له ۱۸ کالو بند په ۳۵۰ هجري کې وفات شو.
نوټ: ندوي د تاریخ الخلفا په حواله د بل ړانده خلیفه(قاهربالله) یوه خبره نقلوي لیکي کله چې قاهربالله خبر شو چې خلیفه متقي هم ړوند شو دا جمله یې وویل:
اوس مونږ یو دریم ملګري ته ضرورت لرو.
انځور: د خلیفه المستکفي بالله د وخت سکه (درهم)

اکبر شیر


اکبر شیر، خلافت
t