ولسمشر غني: د سرطان پر ضد د مجادلې برخه کې دې واضح او مشخص اقدامات وشي

ولسمشر غني: د سرطان پر ضد د مجادلې برخه کې دې واضح او مشخص اقدامات وشي

ولسمشر غني نن له غرمې مخکې د سرطان پر ضد د مجادلې ملي سمپوزیم کې چې صدارت په مرمرینه ماڼۍ کې جوړ شوی وو، ګډون او وینا وکړه.

په دغو مراسمو کې لومړۍ مېرمن او د کابینې ځینې غړو هم ګډون کړی و، جمهوررئیس وویل: کله چې د سرطان کلمه اورو، خپله هیله له لاسه ورکوو، نو باید دغه خنډ له منځه یوسو او پر دې پوه شو چې سرطان شته، زمونږ ژوند ګواښي او د مجادلې لپاره یې باید اساسي اقدامات وکړو.

هغه زیاته کړه: له نهیلۍ څخه باید د اقدام لوري ته ورشو او د سرطان پر ضد مجادلې برخه کې واضح او مشخص اقدامات وکړو.

«جمهوررئیس غني د سرطان د ناروغۍ پر ضد مبارزې برخه کې ګډ اقدامات اساسي اړتیا وبلله او وې ویل، درې کاله مخکې د سرطان د ناروغۍ ارقام مشخص نه وو، خو نن د لومړۍ مېرمنې د دفتر، د افغانستان د طبي عالي شورا او له سرطان سره د مبارزې بنسټونو د هڅو له برکته په دې برخه کې د عامه پوهاوي له نظره ښه کارونه شوي دي.»

جمهوررئیس د روغتیا په برخه کې د افغانستان ستونزو ته په اشارې وویل: زمونږ ستونزه داده چې روغتون جوړوو خو د ماشینونو، روغتیایي پرسونل او نرسانو د تشکیل په برخه کې اقدامات نه کوو.

«جمهوررئیس غني د دې په بیانولو سره چې د وقایوي طب په برخه کې ښه اقدامات شوي وویل، له سرطان سره مبارزه لګښت غواړي، اړتیا ده چې د تشخیص او درملنې د مرکزونو ترمنځ تفکیک وشي او د سرطان د ناروغۍ ډول ته په کتو اقدام وشي.»

د هېواد جمهوررئیس څرګنده کړه، د مالیې وزارت دې د سږ کال په بودجه کې د سرطان د تشخیص مرکز ځای کړي او د ایکسرې او نورو ټولو طبي ماشینونو د برابرولو په برخه کې دې واضح ارزونه وکړي.

«جمهوررئیس غني په افغانستان کې سرطان سره د مبارزې بنسټونو په ځانګړي ډول د دې ناروغۍ د تشخیص په برخه کې له سرطان سره د مبارزې نړیوالو شبکو سره ارتباط یوه جدي او اساسي اړتیا وبلله.»

د هېواد جمهوررئیس پر ډیجیټالي تشخیص هم ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، اړتیا ده چې ټول روغتونونه او کلنیکونه سره وصل وي، د روغتیایي توریزم مخه ونیول شي او په دې برخه کې واضح اقدامات ترسره شي.




t