افغاني کلتور د وخت په زندان کي! / عبدالحلیم حلمیار

افغاني کلتور د وخت په زندان کي! / عبدالحلیم حلمیار

عبدالحلیم حلمیار

په شعوري او عمدي ډول ځيني مغرضي کړۍ زموږ د هويت، ثقافت، کلتور او آبرو و عزت سپکاوی کوي. نن د افغان انسان پت، هويت، عزت او ثقافت هم د وخت د زندان د تورو تمبو شاته د نندارې پر شرمونکي واټ پروت دی. نن مو کلتور هم د عصر د جبر او ستم په پنجره کي په دار ځړيږي. نن مو رسوم او عنعنات هم د حقارت په حبس کي ليلام ته پراته دي.

اوس مو فرهنګ هم د پير او پلور په تور بازار کي معامله کيږي. نن مو افغاني شعور او دستور هم په فمینیسټي آيډيالوژۍ بدليږي. ځيني نړيوالۍ پروژې هم د افغانيت د قاموس په تحريفولو سرمايه ګذاري کوي. لنګۍ مو د نيکونو، پلرونو او مشرانو د عزت نښان دی او چادري مو بيا د ميندو او خوېندو د حيا او غرور نښان دی.

موږ ته نه د لنګۍ او نه هم چادرۍ سپکاوی د منلو او زغملو وړ دی. فرخنده زهرا نادري بايد د افغاني ثقافت او کلتور د توهينولو او زانداني کولو په آړه تر عدلي او قضايي تعقيب لاندي ونيول سي او د خپلي دغي بې حرمتۍ په اړه وضاحت ترې وغوښتل سي.

چادري او لنګۍ زموږ د کلتور برخه ده. فرخنده زهرا نادري غواړي د څو پېسو په مقابل کي آصيل افغاني فرهنګ سپک کړي. لنګۍ او چادري په يوې مشخصي سيمي پوري اړه نه لري، بلکي لنګۍ او چادري د ټول افغانستان د مذهبي عقايدو او کلتور نمايندګي کوي. ((لنګي در برابر چادري و جنګ در مقابل صلح)) تاسي و خدای (ج) دا ډول عنوانه او شعارونه څه مفهوم لري!!؟؟

په والله د لونګۍ توهين زموږ او ستاسي د پلرونو و نيکونو او د چادرۍ توهين مو د خويندو او ميندو تو هين دی. نن ولي لنګۍ او چادري په قفس کي د نندارې او ټلوېزيوني مباحثو و پروژو په الګو بدليږي. موږ د کلتور سپکاوی څه ته وايو؟ تاسي د زهرا نادري دغه عمل ته وګورئ، ډېر د شرم ځای دی، چي د يوه قهرمان او عظيم ملت دود، کلتور، رسوم او عنعنات زموږ په خپل کور کي ريشخنديږي او موږ بې غبرګونه پاته يو.

چادري پت دی، چادري زموږ د ميندو و خوېندو عزت دی، چادري د حيا او ناموس د ساتني مقدس غلاف دی، چادري د پښتني کلتور هويت دی، چادري د افغاني خويندو غرور او نښان دی، چادري زموږ د ميندو او خوېندو د ستر سايوان دی او باالخره چادري زموږ د آصيل کلتور لرغونې لايتجزا برخه ده.

لنګۍ هم په نړۍ کي د افغانستان د ملت د کلتور او هويت بېلګه ده. لنګۍ د افغانۍ ارزښتونو د انعکاس سمبول ده. لنګۍ زموږ د مشرانو د پت او عزت مقدمه ده. لنګۍ د افغاني غرور او برم نښانه ده. لنګۍ مو د پلرونو او نيکونو د کلتور او پښتني هويت ستره علامه ده او لنګۍ مو دديني عقايدو، افغاني آرزښتونو او رسومو د بقا يوه نه جلا کېدونکې برخه ده.

د افغانانو عقايدو، مذهبي او کلتوري رسومو او عنعناتو د سپکاوي اجازه بايد هيچا ته ورنه کړل سي، ځکه دا د ټول ملت توهين او سپکاوی دی. د ټول ولس په عقايدو لوبي کول دي. نو ملت او حکوت بايد دواړه د فرخندې زهرا نادري او د هغې ددغي لاري د نورو حاميانو څخه ژر تر ژره سپيناوی وغواړي او هغه دي څارنوالۍ ته معرفي سي، ترڅو بيا څوک د افغاستان د مومن، مسلمان، غيور او مجاهد ملت کلتور، عقايدو، دودونو او عنعناتو ته د سپکاوي جرات هم ونه کړي.

د فرخندې زهرا نادري دا عمل هم کلتور او هم د افغانستان د خلکو مذهبي او ديني عقايدو ته سپکاوی ګڼل کيږي. نادري په قصدي ډول د افغانستان د خلکو په عاطفه او احساساتو لوبي کوي. هغه د څو ډالرو په مقابل کي د افغانانو عقايدو او فرهنګ ته سپکاوی کوي. دا منحوس حرکت هغې د يوې پروژې په شکل د افغانانو د هويت د توهين او رټلو لپاره پيل کړی، چي بايد ژر تر ژره يې مخه ونيول سي.


آدب او کلتور افغان کلتور فرهنګ لنګوټه لونګۍ ليکني او ژباړي پټکی پګړۍ چادري
t