د وجد او معرفت توپیر

د وجد او معرفت توپیر

ژباړه: شفيع الله تاند

وجدEcstasyاو معرفتRealization دواړه په ښکاره یوشانsimilarکلیمې دي،خو د حقیقت له مخې دواړه له یو بل جلا دي ـ معرفت یو لوړ اسلامي صفت دی او د وجد له اسلام سره هیڅ لازمي اړیکه نشته،د وجد تجربه هر چا ته کیدلی شي خو حقیقت دا دی چې وجد له مذهب سره هیڅ اړیکه نه لري.
ساز او ګډا په څیر څیزونه هم د سړي دننه د وجد پیدا کیدو لامل کیدلی شي.

د معرفت اړیکه له شعوري موندنې سره ده کله چې یو شخص د غور او فکر له لارې خپل خالق مومي نو ورته د فکر په کچه ربپالنه په برخه کیږي دې ته معرفت ویلی شي
معرفت په بل عبارت ذهني ودې او ارتقا ته ویل کیږي، ذهني ارتقا که په سوچه فطري شکل کې وي نو خامخا سړی د خپل خالق تر موندنې رسوي او د خالق دې شعوري موندنې دوهم نوم معرفت دی.
وجد د دې اپوټه کوم شعوري څیز نه دی هغه یو کیفیاتي حالت دی دا ډول کیفیت له بیلا بیلو څیزونو راتللی شي.

له مذهبي اړخه هم او نامذهبي هغه هم ـ معرفت بیا د سړي دننه د سوچ او فکر صلاحیت بیداروي، خو د وجد له لارې یوازې دا کیږي چې د انسان دننه د یوه سرور کیفیت پیدا کیږي سړی ځان تر یو وخته د ناپامۍ په حالت کې محسوسوي.

وجد یو چاته یو مبهم ډوله سرور خامخا ورکولی شي،خو د چا دننه ذهني او روحاني ارتقا صفت نه شي پیدا کولی.

معرفت د یوه سړي دننه د فکري بیدارۍ په رامنځته کولو یې له خپل خدای سره په اړیکه کې کوي،خو وجد یو څوک د دې وړ ګرځوي چې یوازې پخپل ځان کې ورک اوسي،له خپل ځانه بهر د هیڅ حقیقت درک ونه شي کړی.

معرفت د یو سړي په بصیرت کې زیاتونه کوي او وجد سړي ته له بې خبرۍ پرته کوم بل چیرته وړنې وړتیا نه لري.

معرفت یوه شعوري پېښه ده او وجد یوازې یو وجداني کیفیت ـ

کتاب معرفت

مولانا وحیدالدین خان



t