جلال اباد کې د دېرش ميليونه افغانيو په ارزښت د برېښنا يوه پروژه د ګټې اخيستنې شوه

جلال اباد کې د دېرش ميليونه افغانيو په ارزښت د برېښنا يوه پروژه د ګټې اخيستنې شوه

جلال اباد ښار کې د ديرش ميليونه افغانيو په لګښت د برېښنا پنځه ترانسپرمره ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.

ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار اتمې ناحيې اړوند په ګاو مېش بېلې سيمه کې د ديرش ميليونه افغانيو په مالي لګښت د پنځو ترانسپرمرو پرانيسته وشوه، چې په ترڅ کې به يې دو زره کورنيو ته دو زره شپيته کیلو ولټ امپيره برېښنا وويشل شي.

په دې مراسمو کې د ننګرهار والي شاه محمود مياخيل سربيره، برېښنا رئيس، ولايتي شورا مرستيال عبيدالله شينواري، غړو يې استاد اسرار الله مراد، افتخار مومند قومي مخورو او نورو ګډون کړی و.

«ننګرهار والي شاه محمود مياخيل وويل، چې د برېښنا ادارې په ديرش ميليونه افغانيو مالي لګښت د جلال اباد ښار په اتمه ناحيه کې د دوه زره کیلو ولټ امپيره برېښنا وېش په موخه پنځه ترانسپرمرونه ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.»

نوموړي وويل، چې په دې سيمه کې دوه زره کورنۍ د برېښنا له نعمت څخه برخمنې شوې او هيله يې وښوده، چې نورو ښاريانو ته به هم د برېښنا زمينه برابره کړي.

هغه د سيمې خلکو ته لارښوونه وکړه، چې د برېښنا په کارونه کې له انصاف څخه کار واخلي او سپما کول يې خپل مسئوليت وګڼي.

«د برېښنا رئیس انجينر اکرام الله عابد وويل، چې ډېر ژر به په جلال اباد ښار کې شل زره نورو کورنيو ته د برېښنا وېش پيل شي او همدا راز د درونټې درېيم توربين په فعاليدو سره به د درونټې برېښنا څلرويشت ساعته ښاريانو ته د ګټې اخيستنې په موخه ورکړل شي.»

نوموړي ډآډ څرګند کړ، چې د ښار په بېلابېلو سيمو کې به د سولري برېښنا ورکړې لړۍ هم پيل کړي.

«د ولايتي شورا غړي استاد اسرار الله مراد له ننګرهار والي مننه وکړه، چې هره ورځ د بيا رغونې يوه پروژه افتتاح کوي او غوښتنه يې وکړه، چې نورو ښاريانو ته هم برېښنا وويشي.»

د يادې سيمې مخورو د ننګرهار والي د کړنو ستاينه وکړه او د برېښنا په ورتګ سره يې خوښي وښوده، چې په وينا يې اوس به يې ګڼې ستونزې حل شي



t