د ټرمپ او کيم جونګ اون روغبړ؛ څه يې وويل؟

د ټرمپ او کيم جونګ اون روغبړ؛ څه يې وويل؟

د امريکا ولسمشر ټرمپ او د شمالي کوريا رهبر کيم جونګ اون په سبموليک ډول روغبړ وکړ.

دواړو مشرانو په يوه نا پوځي کرښه لاسونه سره ورکړل چې ټرمپ د لنډو شېبو لپاره د شمالي کوريا قلمرو ته هم داخل شو.

دا لومړی ځل دی چې ټرمپ داسې يو اقدام کوي.

د رسنيو د راپورونو په حواله، دواړو مشرانو بيا لاسونه سره ورکړل او دا وار دواړو په ګډه د جنوبي کوريا خاورې ته ګام کېښود چې د جنوبي کوريا ولسمشر مون جه اېن هم ورسره ملګرى شو.

ولسمشر ټرمپ وويل، دا د ټولې نړۍ لپاره يوه ستره او وياړمنه ورځ ده.

د تړلو دروازو خبرو اترو وروسته ولسمشر ټرمپ ويلي دي، دواړو هېوادونو داسې ډلې تشکيل کړي دي چې پر اټومي موضوع خبرې بېرته پيل کړي.



t