زايره وسيم: سېنما مې ځکه پرېښوده چې له ايمانه يې خلاصولم

زايره وسيم: سېنما مې ځکه پرېښوده چې له ايمانه يې خلاصولم

د عامر خان په دنګل فلم کې لوبېدلې زايره وسيم د سېنما له نړۍ سره خدای پاماني کړې ده، هغه وايي، دا کار يې ځکه کړی چې ايمان ته يې خطر وو.

دنګل فلم ۳۴۰ ميليونه ډالره ګټلي وو.

زایرې وسیم له خپلې شخصي فېسبوک پاڼې هم خپل ټول انځورنه لرې کړي او ویلي یې دي چې د بالیووډ لپاره ښه مناسبه لوبغاړې وه، خو له دې ځای سره یې اړیکه نه‌شته، ځکه په تدریجي ډول یې جهالت لور ته وړله او له ایمانه یې خلاصوله.

يادې پرېکړې د هغې مينه وال حيران کړي دي.

نوموړي ويلي دي، شهرت يې ګټلی دی، خو اوس په دې پوه شوې ده چې سېمنا د هغې اصلي ځای نه دی.

زایرې وسیم له بالیووډ څخه د وتلو په اړه پر خپلې فېسبوک پاڼه مفصله لیکنه هم خپره کړې چې ځینو کسانو یې له بالیووډ سره پرېکون ستایلی او ځینو یې دا کار نامناسب بللی دی.




t