مينه کې صادقه اداکاره

مينه کې صادقه اداکاره

عاليه بهټ چې د هندي سېنما وتلې ستورې ده، د نړۍ په لر او بر کې ډېر مينه وال لري.

هغې تر اوسه خپلو مينه والو ته نه دي ويلي، چې دا هم ورسره مينه لري.

هغې له هندي رسنیو سره په مرکه کې ویلي، له هر څه وړاندې ورته خپل کار ډېر اهمیت لري، ځکه د فلم جوړولو پر مهال د زړه له اخلاص او انصاف سره کار کوي.

نوموړې ويلي دي، که فلم کې بريالۍ شي، که نه شي خو ده ته اخلاص او صداقت مهم دی.

هغې ويلي، د خپلو مينه والو سره يې د مينې ښه ثبوت دا دی چې د هغوی لپاره ښه تمثيل کوي.



t