پوهنې وزیر او کابل ښاروال د پاک ښار کلتور په اړه خبرې وکړې

پوهنې وزیر او کابل ښاروال د پاک ښار کلتور په اړه خبرې وکړې

د ښوونې او روزني وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي او دکابل ښاروال احمدذکي سرفراز د ښاروالي ناحیو او تعلیمي سیمو تر مینڅ د اړیکو پیاوړتیا د پاک ښار کلتور ته د وده ورکولو د هدف په موخه خبري اتري وکړي.
په دي لیدنه کي چې پوهنې وزارت کي ترسره شوه دواړو لوریو په ښوونځیو کې د ښاري کلتور د پوهاوي لوړولو او بنسټیزو زده کړو په اړه د یو تړون د لاسلیک کولو خبر ورکړ.
پوهنې وزیر په ښوونیز نصاب کي د کابل ښاروالي متخصص استازي غړیتوب تاثیر لرونکي یاد کړ او په نصاب کي د ښاري کلتور په زده کړو او پوهاوي ټینګار وکړ.
د کابل ښاروال احمدذکي سرفراز د دي لیدني په ترڅ کي د پوهنې وزارت سره په ښوونځیو کي د پوهاوي ، چاپیریال ساتني، په دیوالونه انځور او خط لیکلو او د پاک ښار کلتور په برخه کي د یو ځاي کارکولو وعده ورکړه.




t