امنیت شورا: په کابل کې د ترهګریزو بریدونو زیانونه شاوخوا ۹۰ سلنه کم شوي

امنیت شورا: په کابل کې د ترهګریزو بریدونو زیانونه شاوخوا ۹۰ سلنه کم شوي

د امنیتي سکتور رهبري وایي په کابل ښار کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو د مخنیوي، اوپراتیفي عملیاتو، د ورانکارو ډلو او اشخاصو د نیولو او همدارنګه د امنیتي احضاراتو د ښه کېدو له امله د تېر کال په پرتله د ترهګریزو بریدونو د زیانونو کچه په بې شانه ډول ټیټه شوې ده.
د ملي امنیت شورا دفتر د خبرپاڼې له مخې دغه سکتور د رهبرۍ په ناسته کې، چې د ټول هیواد امنیتي وضعیت او په دې اړه لازم اقدامات په کې وڅېړل شول وویل شول، چې د تېر کال په لومړیو دریو میاشتو کې په کابل کې شاوخوا ۱۰ سترو او کوچنیو بریدونو ۴۲۲ تنه کې شهیدان کړل، چې دغه شمېره د سږ کال په همدومره وخت کې ۴۰ تنو شهیدانو ته ټیټه شوې ده. په دې ډول په ښار کې د ورانکارو فعالیتونو له امله د اوښتونکو زیانونو کچه شاوخوا ۹۰ سلنه ټیټه شوې، چې یوه لویه لاسته راوړنه ده.
په ناسته کې پر دې هم ټینګار وشو، چې د ښار بڼه په تېرو څو ورځو کې د اضافي پوستو په لرې کېدو او د خپلسرو وسله والو او د هغوی د موټرو د ګرځېدو د مخنیوي له امله بدله شوې او هر سړی په کې د آرامۍ احساس کوي.
د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکټر حمدالله محب اړونده چارواکو ته سپارښتنه وکړه، چې د پوستو د لرې کولو پر بدیل فکر وکړي او پرېنږدي، چې ورانکارو ډلو ته له دې امکانه په استفادې د تخریبي فعالیتونو زمینه برابره شي.
په دې برخه کې د کورنیو چارو وزارت ته دنده وسپارل شوه، چې په هیواد کې له امنیتي سکتوره بغیر محافظتي کارکوونکو د لباس په اړه هم کار وکړي او یو مشخص یونیفورم ورته جوړ کړي. په دې سره به امنیتي ځواکونه او هغه کسان، چې د عامه ملکیتونو یا اشخاصو ساتنه کوي تفکیک شي او د خپلسریو مخه به ونیول شي.
د امنیتي سکتور د رهبرۍ ناستې په ټول هیواد کې د امنیتي ځواکونو پر تیاریو هم خبرې وکړې او ټینګار وشو، چې کشفي او استخباراتي برخو ته لا ډېره پاملرنه وشي.



t