د کرکیټ لوبه؛ رنویرسنکهـ پري فلم جوړوي

د کرکیټ لوبه؛ رنویرسنکهـ  پري فلم جوړوي

کرکیټ لوبه په نړۍ کي اوس یو داسي پړاو ته داخله سوی ده چي نه یوازي دا چي مینوال یي په مختلیفو تلویزونونو او لوبغالو کي ګوري، بلکي په فلمي ډګر کي هم  اوس‌ مهال پام ځان ته اړولي دي او یو شمیر فلمونه پري جوړ سوي دي چي د مینوالو خوښ او ښه بازار یي درلودلي دي. دا چي اوس مهال د ۲۰۱۹ نړیوال جام سیالي رواني دي نو مو وغوښتل درته د هغه د خاص شهرت لرونکو فلمونو په هکله معلومات درکړو چي پر کرکټ جوړ سوي دي او داچي اوس مهال رنویر سینکهـ هم پري فلم جوړوي

د فلمونو په صنعت کي د نړۍ په مشهورو ټیمونو او لوبغاړو ډېر مهم فلمونه جوړ سوي دي، ځکه اوس دا لوبه یوازې سپورټ نه دی، بلکي د ځوانانو، انجونو او سپین ږیرو لپاره په یو ښه شوق بدله سوې ده. اوس دې لوبې د بالیووډ سېنما تر څنګ، په پاکستاني او نورو سېنماګانو کي هم ډېر مینوال پیدا کړي او د فلمونو جوړونکو پام يي هم ځان ته اړولي دي او پرې یو مشهور فلمونه هم سوي دي.

دا چي پر کرکیټ باندي په بالیووډ کي یو شمیر فلمونه جوړ سوي دي. د هندي سېنما وتلی ستوری رنویر سنګهـ اوس‌ مهال د (۸۳) په نوم فلم جوړوي چي  پکښي د هندوستان کرېکټر (کپل دیو) ژوند ته کتنه سوې ده او ټاکل سوې راتلونکي کال کي نندارې ته وړاندې سي.

هغه فلمونه چي پر کرکیټ باندي جوړ سوي دي چي د کامیابۍ تر څنګ یي د مینوالو خاص پام هم ځان ته اړولي دي

په ۲۰۱۳ مېلادي کال کې د پاکستان کرېکټ ټیم مشهور لوبغاړي شاهد افرېدي پر ژوند «زه شاهد افرېدی یم» په نوم فلم هم جوړ سو چې د کرکیټ په اړه یې ډېرو خلکو ته معلومات ورکړل او ميلیونونو کسانو یې ننداره وکړه.

همدا راز په ۲۰۰۹ مېلادي کال کي د وېکټري، اظهر، چین کلی کی مین کلی کی چین، سچن؛ اے بلین ڈریمز، ایم ایس دھونی؛ دی ان ٹولڈ اسٹوری، دی فائنل ٹیسٹ، وونڈرس اوبلیوین، فراری کی سواری، جنت، دل بولے ہڑپا، پٹیالا ہاؤس، کائے پو چے او اقبال، لگانهغه فلمونه دي چې د کرېکټ په ډګر کې تر نورو ډېر مشهور دي.


فلمي نړۍ کرکیټ
t