پاکستان په اسلام اباد کې د پلاستیکي کڅوړو استعمال منع کړ

پاکستان په اسلام اباد کې د پلاستیکي کڅوړو استعمال منع کړ

د پاکستان حکومت په پلازمېنه اسلام اباد کې د چاپېریال د پاکوالي په موخه د پلاستیکي کڅوړو پر استعمال بندیز لګولی.

 چارواکي وایي له دې وروسته نه څوک دا کڅوړې په اسلام اباد کې تولیدولی او نه استعمالولی شي.

هغوی، چې له دغې پریکړې سرغړونه وکړي، له ۵ زرو کلدارو تر ۵ سوو زرو پورې جریمه کیږي.

 د پاکستان د چاپېریال ساتنې وزیر زرتاج ګل ویلي، چې دا قانون به زر نورو سیمو ته هم وغځیږي.

هغه وایي د چاپېریال ساتنې لپاره ورته نور قوانین هم تر کار لاندې دي.



t