اردوغان: د جاپان خاوره کې د ګولن مدرسې او فعالیتونه باید وتړل شي

اردوغان: د جاپان خاوره کې د ګولن مدرسې او فعالیتونه باید وتړل شي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان جاپان ته د سفر پر مهال ویلي، چې جاپان پخپله خاوره کې د فتح الله ګولن د فعالیتونو مخه باید ونیسي.

اردوغان په دغه هېواد کې له مېشتو ترکانو سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې په دې اړه به د جاپان له حکومت څخه رسمي غوښتنه وکړي.

جاپان په دې اړه څه نه دي ویلي.

فتح الله ګولن په امریکا کې مېشت ترکي فعال او د اردوغان منتقد دی، چې اردوغان په ۲۰۱۶ کې پرې پرخپل ضد د ناکامې تور پورې کړ.

د ګولن اړوند مکتبونه او مدرسې د افغانستان په ګډون یو شمېر هېوادونو کې د ترکیې د فشار له کبله وتړل شول یا د ترکیې حکومت ته وسپارل شول.




t