روسیه: له افغان خاورې د ګواښونو مقابلې ته د تاجیکستان پوځ پياوړی کوو

روسیه: له افغان خاورې د ګواښونو مقابلې ته د تاجیکستان پوځ پياوړی کوو

روسي چارواکي وایي د افغانستان له خاورې د ورپېښو ګواښونو او نورو پر وړاندې د تاجیکستان پوځ پیاوړی کوي.

دا خبره د ترکیې د ملي امنیت شورا منشي نیکولای پاتروشف د ډله ییز امنیت سازمان د غونډې پر مهال کړې ده.

هغه نه ده روښانه کړې، چې له تاجیکستاني پوځ سره به یې هېواد څه نوې مرستې او همکارۍ وکړي.

تاجیکستان له افغانستان سره ګډه پوله لري.

دا پوله چندان خوندي نه ګڼل کیږي او وخت په وخت پکې د نیشه یي توکیو د قاچاق او ترهګریزو فعالیتونو خبر ورکول کیږي.




t