د تایوان رهبره په پارونکي سفر امریکا ته ځي

د تایوان رهبره په پارونکي سفر امریکا ته ځي

ټاکل شوې، چې په نیږدې راتلونکي کې د تایوان رهبره تسای اینگ ون په یوه رسمي سفر امریکا متحده ایالاتو ته لاړه شي.

ویل شوي، چې نوموړې به د امریکا د نورو لوړپوړو چارواکو ترڅنګ له ولسمشر ټرمپ سره وویني.

د دغه سفر جزیات او اجنډا رسنیزه شوې نه ده.

تایوان د چین یوه ټاپو ده، چې چین یې له امریکا او نورو هېوادونو سره ورته اړیکې نه زغمي.

چین مخکې هم له تایوان څخه د امریکا پر ملاتړ اعتراض کړی او د خپلې ملي واکمنۍ ننګونه یې ګڼلې ده.



t