شهباز شریف:د عمران خان حکومت ړنګ او بېړنۍ ټاکنې غواړو

شهباز شریف:د عمران خان حکومت ړنګ او بېړنۍ ټاکنې غواړو

د پاکستان په پارلمان کې د اپوزیسیون د ډلې مشر شهباز شریف وایي د پاکستان د ژغورنې لپاره باید بېړنۍ ټاکنې وشي.

هغه له نورو اپوزیسیوني څېرو سره په یوه ګډه خبري ناسته کې ویلي، چې د اساسي قانون له مخې د پاکستان بحراني وضعیت دغو ټاکنو ته مساعد دی.

د شریف په وینا د پاکستان اقتصاد د ګړنګ پر غاړه او صدراعظم عمران خان یې په فساد او خیانتونو کې ډوب دی.

ده دا هم وویل، چې دوی نور پر عمران خان او حکومت یې باور نه لري او له همدې کبله هغه پارلماني پلاوي نه هم وځي، چې د ۲۰۱۸ ټاکنو د درغلیو د څېړلو لپاره جوړ شوی.

په ناسته کې د جمیعت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان هم دغه غوښتنه بدرګه کړه.

خکومت دا څرګندونې غندلي او ویلي، چې مخالفین یې د فساد ضد مبارزې له وېرې داسې خبرې کوي.



t