غزني: د خپلواکۍ د کلیزې په ویاړ علمي او تفریحي مراسم ترسره شول

غزني: د خپلواکۍ د کلیزې په ویاړ علمي او تفریحي مراسم ترسره شول

په غزني کې  د هيواد د خپلواکۍ د سلمي کليزي په وياړ علمي، ادبي او کلتوري غونډه وشوه، چې پکي د دي ولايت سلګونه تنه ښځينه او نارينه فرهنګي فعالانو، شاعرانو، د پوهنتون استادانو، قومي مخورو، دولتي مسئولينو او ځوانانو ګډون کړى وو.
يادي غونډي دري برخي لرلي چې لومړۍ يې مشاعري، دوهمه يې علمي مقالو او دريمه يې موسيقۍ ته ځانګړي شوي وه چې ماﺯديګر شاوخوا (۵:۰۰) بجي پيل او د شپي تر شاوخوا (۱۱:۳۰) بجو يې دوام درلود.
د غزني والي وحيدالله(کليمزي) يادي غونډي ته پخپله پرانستونکي وينا کې د هيواد د خپلواکۍ د سلمي کليزي د مبارکۍ ترڅنګ د انګريزي ښکيلاک پر وړاندي د افغانانو بريالۍ مبارﺯه او د غاﺯي امان الله خان مدبرانه رهبري د هيواد په تاريخ کې يوه ستره بريا او وياړ وباله.


هغه وويل:((غاﺯي امان الله خان د هيواد د خپلواکۍ د ترلاسه کولو ترڅنګ په افغانستان کې د مدنيت او پرمختګ بنسټ هم کيښود.))


د غزني والي دغه راﺯ د هيواد او تيرو نسلونو د اتلوليو د ساتلو، نويو نسلونو ته یې د انتقالولو اود شعر پر ارﺯښت هم هر اړخيزي خبري وکړي.
د غونډي په لومړۍ برخه کې چې مشاعري ته ځانګړي شوي وه د غزني ولايت ۲۵ تنه مشرو او ځوانو شاعرانو پکي خپل شعرونه د خپلواکۍ د مفهوم او ارﺯښت، سولي، ورورولۍ او يووالي په تړاو ولوستل.


په دوهمه برخه کې چې د خپلواکۍ په تړاو علمي مقالو ته ځانګړي شوي وه .

 

په دې برخه کې د غزني پوهنتون د شرعياتو پوهنځي استاد پوهنيار ارسلا ظفري د خپلواکۍ د مفهوم او هيواد ته د امان الله خان د ميراث په تړاو، د خاتم النبيين پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي استاد دوکتور لياقت علي موسوي د خپلواکۍ د بهرنيو او نړيوالو عواملو په تړاو، د مسلم پوهنتون د حقوقو پوهنځي رئيس عبدالله ويديال د خپلواکۍ د ترلاسه کولو د کورنيو عواملو په تړاو، د غزني ولايت د انجنيرۍ او تخنيکي پوهنتون رئيس پوهنيار ﺫبيح الله دانش له خپلواکۍ سره د نړيوال کيدو، اطلاعاتو او د نړيوالو اړيکو د اړو دوړ تر منځ د اړيکو په تړاو او د سلطان محمود غزنوي پوهنتون د حقوقو پوهنځي استاد سيد محمد ظريف ابدالي د خپلواکۍ پر وړاندي د اوسني نسل د رسالت او د ملي اقتدار او هويت په تړاو خپلي علمي مقالي ګډونوالو ته واورولي.
غونډه کۍ شاعران او د پوهنتون استادان د ولايت مقام او د هيواد د خپلواکۍ د سلمي کليزي د لمانځلو کميټي لخوا د وياړ په پټکيو، چپنو او ستايلينکونو سره وستايل شول.
د دغي غونډي په دريمه برخه کې د سيکانو ځانګړى چوب باﺯي، ملي اتڼ او سيمه ايزه موسيقي ترسره شوه.




t