د تدارکاتي کمېسيون غونډه؛ د ميلياردونه افغانيو په ارزښت ۱۷ تدارکاتي موارد منظور شول

د تدارکاتي کمېسيون غونډه؛ د ميلياردونه افغانيو په ارزښت ۱۷ تدارکاتي موارد منظور شول

د ولسمشر غني په مشرۍ  د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه پرون ماښام په ارګ کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې ۱۸ تدارکاتي مورده وارزول شول چې په پایله کې کمېسیون د ۲،۳۵ میلیارد څخه زیاتو افغانیو په ارزښت ۱۷ مورده منظور کړل.

د کورنیو چارو وزارت اړوند د یو قلم وچې ډوډۍ د تهیې او تدارک قرارداد پر پروژې د بحث پرمهال جمهوررئیس غني یو ځل بیا د تخمیني بیې په ټاکلو کې پر دقت ټینګار وکړ او د افغانستان د شفافیت څار بنسټ ته یې د تخمیني بیې د معیاري کولو په خاطر دنده وسپارله چې د مالیې، اقتصاد، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو، د ملي تدارکاتو ادارې او د خصوصي سکتور استازو سره په همغږۍ دې د تخمیني بیې طرزالعمل په دوو میاشتو کې جوړ او کمېسیون ته وړاندې کړي.

خو د اوبو او انرژۍ وزارت اړوند د ارچي کانال او کوکچې د اوبو لګولو برخې د بیارغاولو پروژې قرارداد ملي تدارکاتو کمېسیون بېرته وروګرځاوه.

د کانونو او پټرولیم وزارت د کابل، میدان وردګ او ننګرهار ولایتونو د مرمر ډبرو د ګټې اخیستنې قراردادونو د وضعیت د ارزولو راپور کمېسیون ته وړاندې کړ چې کمېسیون یې دوه برخې منظورکړې.

«د بهرنیو چارو وزارت اړوند په امریکا متحدو ایالاتو کې د افغانستان سفارت د احاطې دېوال پروژې د اړینې بودجې د بېړني لېږد او د پروژې د اجراء د صلاحیت د ورکړې د منظورۍ وړاندیز هم ملي تدارکاتو کمېسیون منظور کړ.»

پر دې سربېره د متخلف داوطلب او قراردادي د محرومیت د طرزالعمل د تعدیل د منظورۍ په اړه د ملي تدارکاتو ادارې یاداښت ملي تدارکاتو کمېسیون منظور کړ.

د ملي دفاع وزارت د جنراتورونو او تاسیساتو د ساتنې او مراقبت قراردادونو په اړه د ملي تدارکاتو کمېسیون د پرېکړې تحقق هم وارزول شو او مالیې وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د افغانستان برېښنا شرکت سره دې په همغږۍ د دغه وزارت ټول قطعات او جز وتامونه د واضح  پروګرام پر بنسټ وارزول شي او د برېښنا ملي شبکې سره دې وصل شي.

«د صکوکو مطبعې د نوې ودانۍ د پروژې په اړه د بنایي ریاست راپور او د بنایي تصدۍ له لوري د صکوکو مطبعې د نوې ودانۍ د پروژې لپاره د لس سلنه(۱۰٪) تخفیف په اړه د جمهوري ریاست د ملي پراختیا د عملیاتي او ملاتړې ادارې یادښت په خاطر د ملي تدارکاتو کمېسیون د پرېکړې تحقق هم ملي تدارکاتو کمېسیون منظور کړ.»

په همدې حال کې د هېواد په ۲۶ ګمرکي سايټونو کې د سیکوډا چارو د پرمخته وړلو لپاره د انټرنټي خدمتونو پروژې د تعدیل (د مودې تمدید او د بیې لوړوالي) د منظورۍ وړاندیز د وروستي ځل لپاره د درې میاشتو لپاره منظور شو.

په عین حال کې د مالیې وزارت اړوند DLA PIPER شرکت سره د مشورتي خدمتونو (حقوقي خدمتونو) د پروژې د تړون د تعدیل د منظورۍ غوښتنهمنظور شوه.

دغه راز، کمېسیون له هراړخیزو بحثونو وروسته د افغانستان شبکه یي کوډ لپاره د مشورتي خدماتو پروژه او د افغانستان برېښنا شرکت اړوند د ظرفیت لوړولو قرارداد د اسنادو پر بشپړېدو او په دې برخه کې د عمل پلان د ترتیبولو په شرط، تائید کړ.




t