کورنیو چارو وزارت: ۲۹ تنه مو د مختلفو جرمونو په تورنیولي

کورنیو چارو وزارت: ۲۹ تنه مو د مختلفو جرمونو په تورنیولي

کورنیو چارو وزارت په مختلفو ولایتونو کې د بېلا بېلو جرمونو په تور د ۲۹ تنو د نیول کیدو خبر ورکړ.
د وزارت د خبرپاڼې له مخې په کابل، سمنګان، غزني، ننګرهار، لوګر او هلمند ولایتونو د امنیه قومندانیو منسوبینو د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې ۱۹ تنه د وسله والو غلاو، وژنې او جعل په تړاو نیولي دي.
د نیول شویو کسانو له ډلې اته تنه د سمنګان ولایت د مرکز ایبک ښار له اړوند سیمو د وسله والو غلاو، وژنې او غیرقانوني وسلو د لېږد؛ دوه تنه د غزني ښار د دویمې حوزې له اړوند سیمو د وسله والو غلاو په تور؛ درې تنه د ننګرهار ولایت د جلال اباد ښار څخه د غلا او وژنې په تړاو؛ درې تنه د لوګر ولایت څخه د پیسو د جعل په تړاو؛ دوه تنه د هلمند ولایت څخه د غلا په تور او یو بل تن د کابل ښار د ۱۱ ناحیې له اړوند سیمې څخه نیول شوي دي.
له یاد کسانو څخه یو شمېر سپکې او درنې وسلې د راکټ، پيکا، ماشیندار، کلاشینکوف او تفنګچې په ګډون د پولیسو لاسته ورغلي دي.
د وزارت د یوې بلې خبرپاڼې له مخې:
د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو په بهسودو، مهمند درې او روداتو ولسوالیو کې د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې شپږ تنه د ۱۵۱ کیلو ګرامه نشه يي توکو د قاچاق په تړاو نیولي دي.
همداراز د تخار ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو دوه تنه د نهه کیلو ګرامه نشه يي توکو د قاچاق په تړاو د کلفګان ولسوالۍ له اړوند سیمو نیولي دي.
په یوه بله اعلامیه کې راغلي چې:
د کابل ولایت د یوولسمې امنیتي حوزې منسوبینو د څلورمې او یوولسمې حوزو له اړوند سیمو دوه تنه د وژنې په تړاو نیولي دي.
یاد کسان څلور ورځې دمخه د یوولسمې حوزې یو مېشتی وژني او وروسته تښتي، چې تېره ورځ د پولیسو له خوا له پېژندنې وروسته ونیول شول.
له یادو کسانو څخه یو میل وسله هم د پولیسو لاسته ورغلې ده.



t