عبدالله او د ازبکستان صدراعظم په مزار کې سره ولیدل

عبدالله او د ازبکستان صدراعظم په مزار کې سره ولیدل

اجرائیه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله په مزار شریف ښار کې د ازبیکستان جمهوریت له لومړي وزیر جلالتمآب عبدالله عارف اوف سره ولیدل.
په دې ناسته کې چې د افغانستان د کابینې او د ازبیکستان د کابینې غړو او د دواړو هېوادونو د سوداګریزو خونو مشرانو او پانګوالو هم برخه اخیستې وه، دواړو لوریو د اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي همکاریو او د پانګونې په پراختیا خبرې وکړې.
اجرائيه رئیس ازبیکستان ته د تلونکیو سوداګرو او پانګوالو د ستونزو د حل، له افغانستان سره د برېښنا، ریل پټلۍ او پانګونې په برخو کې د سوداګرو هڅولو غوښتنه وکړه.
د ازبیکستان لومړي وزیر عبدالله عاروف ډاډ ورکړ، چې له افغانستان سره به د سوداګریزو، پانګوالۍ او ټرانزیټ په برخه کې همکاري وکړي او ډاډ یې ورکړ، چې هر ډول سهولت به د افغان سوداګرو لپاره چمتو کړي.
هغه وویل، چمتو دي چې په بلخ ولایت کې لوی ګودامونه د اموالو د ساتلو لپاره جوړ کړي او هم په بلخ کې شته د روغنیاتو درې پخوانۍ فابریکې به له ارزونې وروسته هغه فابریکې ورغوي چې د بیا رغېدو وړ وي.
نوموړي دغه راز د کارګو، موټر جوړولو، د توکیو د لېږد، د مرمرو ډبرو د انتقال او نورو سوداګریزو او اقتصادي مسایلو د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د هېواد اجرائيه رئيس صنعت او سوداګرۍ او بهرنیو چارو وزارت ته هدایت ورکړ، چې ټول موارد په ګروپي ډلو کې تعقیب او د عملي اقداماتو لپاره یې زمینه برابره شي.
عبدالله عبدالله له ازبیکستان څخه د مننې ترڅنګ وویل، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا او پانګونې لپاره ښه فرصتونه برابر دي او اړتیا ده چې له دې فرصتونو څخه دواړه ورونه هېوادونه ګټه واخلي.




t