يونسېف: افغانستان کې د خوارځواکو ماشومانو شمېره لوړه شوې

يونسېف: افغانستان کې د خوارځواکو ماشومانو شمېره لوړه شوې

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ساتنې اداره وايي، افغانستان کې د خوارځواکو ماشومانو شمېر اته ويشت سلنه ډېر شوی دی.

د يادې ادارې لخوا نن يوه خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي دي، د افغانستان په ۳۴ ولايتونو کې يوه سروې کړې، چې روان ميلادي کال کې د خوارځواکو ماشومانو شمېر دوو ميليونو ته رسېږي.

دغه راز يونسېف ويلي دي، اوس مهال افغانستان کې ۶ ميليونه درې لکه وګړي عاجلو بشري مرستو ته اړتيا لري، چې څه د پاسه درې ميليونه يې يوازې ماشومانو دي.

یونېسف دغه شمېرې داسې مهال خپروي چې نن د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د افغانستان په اړه د تغذیې د نړیوال کلسټر دوه اړخېزه غونډه پیلیږي.




t