بې غوړيو خواړه؛ پخلنځی يې ننګرهار کې جوړ شوی

بې غوړيو خواړه؛ پخلنځی يې ننګرهار کې جوړ شوی

په ختيځ ښار جلال اباد کې يو داسې هوټل جوړ شوی دی چې ټول خواړه يې بې غوړيو دي، چې د يادو خوړو مينه وال ورځ تر بلې ډېرېږي.

ياد خواړه چې تر ډېره پکې سبزي کارول کېږي، هغه خلک ورته راځي او خوري يې چې د ويني لوړ فشار او يا هم د غوړ تکليف ولري.

دا په خپله بڼه د خوړو تياروونکی لومړی پخلنځی دی.

روغتياپالان توصيه کوي چې اوس مهال دې د غوړيو کارول کم شي او ان پر ځينو ناروغانو خو د لږو غوړيو کارول هم بند دي.




t