لغمان: له عامې روغتیا ریاست سره د امبولانسونو مرسته وشوه

لغمان: له عامې روغتیا ریاست سره د امبولانسونو مرسته وشوه

د عامې روغتیا وزارت له لوري د لغمان د عامې روغتیا ریاست سره درې عرادې نوي امبولانسونو مرسته ترسره شوه.

مرسته شوي امبولانسونه  د لغمان والي محمد اصف ننګ په حضور کې دغې ادارې ته رسماً وسپارل شول.

د عامې روغتیا رئیس ډاکټر عبدالمعروف جلیلي په وینا چې د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ په ځانګړې پاملرنې او ددوی په غوښتنه یې ورسره درې عراې صفر کیلو متر امبولانسونو مرسته ترسره کړه.

نوموړی وایي، ددغه مرسته شوي د هر امبولانس قیمت(۴۶۶۸۵۷۷) افغانۍ کیږي چې داالیشنګ او بادپښ مرکزي روغتونو سربېره به یو دانه ولایتي روغتون کې د ناروغانو په خدمت کې وي.

دعامې روغتیا رئیس وویل،چې دغو امبولانسونو سربه روغتون ته د ناروغانو په وخت انتقال او ګڼې روغتیایي اسانتیاوې رامنځ ته شي.

په ورته مهال د لغمان والي محمد اصف ننګ د عامې روغتیا وزارت له رهبرۍ مننه وکړه چې دې ولایت ته یې د روغتیایي خدماتو د لا ښه والي په برخه کې ځانګړې پاملرنه ده.

هغه ټولو روغتیاپالانو ته دنده وسپارله چې د ناروغانو په ښه درملنه کې ځانګړې پآملرنه وکړي.

ننګ دغه راز یادونه وکړه چې په نږدې راتلونکي کې به د الینګار او الیشنګ ولسوالیو کې هم د جوړو شویو روغتیایي مرکزونو خدمات رسماً پیل شي.



t