له باليووډه تر هاليووډه؛ کترينا کېف يې تکل کړی

له باليووډه تر هاليووډه؛ کترينا کېف يې تکل کړی

د هندي سېنما وتلې اداکارې کترينا کېف ويلي دي، له باليووډه هاليووډ ته ځي.

د رسنيو د راپورونو په حواله، پلان لري چې هنري برخه کې تر هاليووډه لاړه شي او انګليسي فلمونو کې کار وکړي.

که څه هم تر دې مهاله د فلم د نوم په اړه څه‌ نه ‌دې ویل شوي، خو داسې مالومات شته چې کترینه کیف د یوه هالیووډ فلم سکريپټ لولي او وروسته به يې په اړه پرېکړه وکړي.

مخکې تر دې داسې ویل کېدل چې هغې د فاکس سټوډیو له څښتن سره اړیکه ټینګه کړې وه او د دې تر څنګ یې له اوېنجرز فلم ستوري جیریمي رینر سره د یوه فلم په اړه خبرې کړې وې، خو تر اوسه مالومه نه ‌ده چې دا خبره څومره کره ده.



t