د فلمونو پرېښودل؛ انوپم وايي زایره وسیم مجبوره کړل سوې ده

د فلمونو پرېښودل؛ انوپم وايي زایره وسیم مجبوره کړل سوې ده

د بالیووډ مشهور سېنمایي ستوری انوپم کهیر ویلي دي چي د فلمونو پرېښودل د زایره وسیم خپله فیصله نه ده، د دوه په ګومان هغه مجبوره کړل سوي ده چي فلمونه پریږدي. د (دانګل او سکریټ سوپر سټار) فلمونو ستورې چي تازه يي بالیووډ سېنما ته يي مخه کړي وه، اوس ویلي دي چي فلمونه يي ایمان په خطر کي اچوي او د الله تعالي (ج) چي يي لیري کوي، نو ځکه يي پریکړه کړي چي نور فلمونو کي کار نه کوي.

زهرا وسیم د هند تر کنترول لاندي کشمیر اوسیدونکي ده، او ډېر لږ وخت کېږي بالیووډ ته راغلې ده،  هغې د بالیووډ د نوموتي سېنمایي ستوری عامر خان سره په (دانګل او سکریټ سوپر سټار) فلمونو کي راښکاره سوه او په لږ وخت کي يي ډېر شهرت ترلاسه کړ. د زهرا وسیم دا پریکړه ډيرو ستایله ده، اما ډېرو بیا پر نیوکي هم کړي دي.

په زايره وسيم نيوکې:

د زايره وسيم د ياد پوسټ نه وروسته که څه هم ډېرى خلکو د هغې دا کار وستايه، خو يو شمېر نوموتو هندي ستورو په هغې نيوکې هم وکړې. په دې لړ کي د هندي فلمونو ستورې روينه ټنډن وليکل، چي په دې هېڅ فرق نه پرېوځي چې دوه فلمونو کي کار کوونکې اداکاره فلمي نړۍ پرېږدي، که فلمي نړۍ پرېږدې نو په ښه شان سره يې پرېږده، خو خپل وړوکى سوچ دې له خپل ځان سره وساته.

يو بل فلمي ستوري سدهارت بيا په خپل ټويټر وليکل، چي هنر زموږ ژوند دى او دا موږ له خپل مذهب نه ليري ساتلى دى، که چېرته دا هنر تا له خپل مذهب ليرې ساتي، يا مذهب تا دې ته مجبوروي، نو بيا ته د دې ځاى نه يې.

همدا راز مشهور مسلمان خبريال فريدون شهريار، چي ډېرى مهال له فلمي ستورو سره مرکې کوي، په خپل ټويټ کې ليکلي دي، چې زايره وسيم زه ستا درناوى کوم، خو تا چي د فلمي نړۍ د پرېښودو لپاره کوم دلايل وړاندې کړي دي، هغه زما لپاره د منلو وړ نه دي، نو هيله کوم چې بېرته فلمي نړۍ ته راشه.

آما زایري تر اوسه د انوپم کهیر د خبرو په هکله کوم غبرګون نه دي ښولې او دا هم نه ده معلومه چي په رشتیا هم زایره مجبوره کړل سوي ده او که دا یي خپله پریکړه ده. د زایره وسیم دریم فلم هم په اکتوبر میاشت کي نندارې ته وړاندې کېږي. وبه لیدل سي چي نوموړې څومره پر خپل خبرو ولاړه ده.



بالیوود فلمي نړۍ
t