د ټاکنو کمېسيون: په ۳۳ ولايتونو کې ۳۰۰زره کسانو نوم ليکنه کړې

د ټاکنو کمېسيون: په ۳۳ ولايتونو کې ۳۰۰زره کسانو نوم ليکنه کړې

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرتابه د يوه خبري کنفرانس په ترڅ کې د رایه ورکوونکو د تقویتي نوم ثبتونې د بهیر پای، د چنګاښ په اتمه نېټه د ګڼو رسنیو په شتون کې رسمآ اعلان کړ.

د دغه کمېسیون مشرې مېرمن حواعلم نورستانۍ د دغې پروسې په بهیر کې د لاسته راوړنو اوخنډونو په اړه خبرې وکړې او د تقویتي نوم ثبتونې وروستي ارقام یې له رسنیو سره شریک کړه.

 هغې وويل:

 « د هېواد په ۳۳ ولایتونو د رايه ورکوونکو د تقویتي نوم ثبتونې له پاره تر اوسه پورې له ۳۰۰ زرو څخه ډېرو تنو کسانو خپل نومونه ثبت کړي؛ چې له دغې ډلې ۱۹۴۹۷۸تنه يې نارینه، ۱۱۷۴۳۹ تنه ښځینه او ۴۹۷۸ تنه يې کوچیان دي. په غزني ولایت کې ۸۳۲۵۳ تنو کسانو تر اوسه خپل نومونه ثبت کړي چې له دغې ډلې۵۵۹۵۱ تنه يې نارینه، ۲۶۸۹۸ تنه ښځینه او ۴۰۴ تنه يې کوچیان دي. دغه ارقام وروستي ارقام ندي؛ کله چې د نوم ثبتونې کتابونه، معلوماتې ملي مرکز ته راورسېږې او تصفیه شي بیا به وروستي او کره ارقام له تاسو سره شریک کړای شي.»

د دغه کمېسیون منشي او غړي مسافر قوقندي او غړي اورنګ زیب د خبریالانو پوښتنو ته ځواب ووایه او په هېواد کې یې د رڼو ټاکنو پر ترسره کولو ټینګار وکړ.

د یادولو وړ ده چې د رایه ورکوونکو تقویتي پروسه، د روان کال د غبرګولي په اتلسمه نېټه پېل او د چنګاښ په اتمه نېټه د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې رسمآ پای ته ورسېده؛ خو د غزنې ولایت د رایه ورکوونکو د سرتاسرې نوم ثبتونه پروسه؛ چې د غبرګولي په اتلسمه پېل شوې وه؛ د چنګاښ تر پینځلسمې نېټې یعنې یوه اونۍ نوره هم وغځېده.

دغه کنفرانس د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ لسمه نېټه د دغه کمېسیون مشرې مېرمن حواعلم نورستانۍ، منشي او غړي ښاغلي مسافر قوقندي، غړو، ښاغلي اورنګ زیب، ښاغلي محمد حنیف دانشیار او مېرمن رحیمې ظریفي او د هېواد د ګڼو رسنیو په ګډون د دغه کمېسیون د رسنیو په مرکز کې ترسره شو.




t