ابوظبۍ کې د چاپيريال ساتنې غونډه؛ افغان پلاوي هم ګډون پکې کړی

ابوظبۍ کې د چاپيريال ساتنې غونډه؛ افغان پلاوي هم ګډون پکې کړی

د متحده عربي اماراتو په ابوظبي ښار کې د اقليمي بدلون په کنفرانس کې د چاپېريال ساتنې ملي ادارې عمومي رئيس ګډون کړی.

د چاپېريال ساتنې ملي ادارې عمومي رئيس، شاه زمان ميوندي د افغانستان په استازيتوب د روان کال د چنګاښ په ۹مه نېټه د اقليمي بدلون کنفرانس، چې د متحده عربي اماراتو په ابوظبي ښار کې جوړ شوی، ګډون او وينا وکړه.

دغه کنفرانس د امريکا متحده ايالاتونو په نيويارک ښار کې د اقليمي بدلون په اړه د جوړېدونکي نړيوال کنفرانس د چمتووالي په موخه جوړ شوی، د نړۍ د ۱۶۲ هېوادونو مشرانو پکې ګډون کړی.

په دغه کنفرانس کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس وويل:  NDC په اساس مونږ هڅه کوو چې تر ۲۰۳۰ کاله پورې د شین_کوریزو_ګازونو د خپرېدا کچه ۱۳٫۶% سلنه ته راټيټه کړو چې دغه کمښت به په عمده ډول د #انرژۍ، #کرنې، او #ځنګلونو په برخه کې وي.

نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل: څرنګه چې جګړه، نا امني او مخدره توکي پر ټولنې، اقتصاد، چاپېريال او امنيت باندې بده اغېزه کوي؛ په هماغه اندازه، اقليمي بدلون، افغانستان زيانمنوي.

ښاغلي ميوندي وویل: د تېرو کلونو د #وچکالۍ لامل اقليمي بدلون دی او يادونه يې وکړه چې د اقلیمي بدلون له امله په افغانستان کې د ۲ ميلونو انسانانو ژوند اغېزمن شوی چې له اقلیمي بدلون سره د #سازښت او مبارزې لپاره د نړيوالې ټولنې مرستو ته جدي اړتيا ده.

نوموړي د نړيوالې ټولنې له ملاتړ څخه د مننې تر څنګ غوښتنه وکړه چې د اقلیمي بدلون مالي میکانیزمونو ته د لاسرسي او ګټې اخیستنې لارې چارې، لا ساده او اسانه شي.




t