د شهيدانو او معلولينو د حقوقو خونديتوب؛  پروسه يې برېښنايي کېږي

د شهيدانو او معلولينو د حقوقو خونديتوب؛  پروسه يې برېښنايي کېږي

نن سه شنبه د حکومت د رسنیو او اطلاعاتو په مرکز کې، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت، آسان خدمت ادارې او د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت تر منځ، د شهیدانو او معلولینو د حقونو، د پروسو ساده کولو او برښنايي کولو هوکړه لیک لاسلیک شو.

د دغه هوکړه لیک له مخې، چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیر ښاغلي محمد فهیم هاشمي او د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر ښاغلي لعل الدین آریوبي لاسلیک کړ، آسان خدمت اداره به نه یوازې د یاد وزارت د شهیدانو د ورثه وو له لوري د هغوی د حقونو ترلاسه کولو او د معلولینو د حقونو ترلاسه کولو پېچلې پروسې ساده او کمپیوټري کړي؛ بلکې د یاد وزارت د کارکوونکیو په تخنیکي رزونه کې به هم رغنده رول ولوبوي.

ښاغلي هاشمي وویل:

«د شهیدانو وارثین او معلولین د ټولنې مستحق ترین قشر دی او د دغه هوکړه لیک بنسټیزه موخه هم همدا ده، چې دغو مستحقو وګړو ته دا زمینه برابره شي، چې د معاصرې ټکنالوجۍ له خوږو برخمن شي او په ځانګړي توګه د دوی اړوند چارو کې لازمې آسانتیاوې رامنځته شي.»

 د هوکړه لیک له مخې به د شهیدانو او معلولینو وزارت لپاره د مراجعینو پرمختللی مرکز پرانیستل چې اړوند ټول خدمتونه به همدغه یو مرکز څخه وړاندې کېږي.

 د دغې پروژې ټول لګښت ۱۳ میلیونه افغانۍ کېږي، چې ۷ میلیونه به په ټکنالوجيکي تجهیزاتو او ۶ میلیونه به یې په رغنیزو چارو مصرفېږي.

ښاغلي آریوبي وویل: په پېل آسان خدمت ادارې ته د آسان نړیوالې ټولنې د غړیتوب مبارکي وایم او مننه کوم، چې د شهیدانو او معلولینو وزارت سره یې تر دې دمه بریالی ګډ کار وکړ.

«د دوی په وینا د شهیدانو او معلولینو وزارت د خدمتونو ځیني پروسې دومره اوږدې وې چې یوه پروسه یې ۷۲ پړاوونه لرل، چې ډېری پړاوونه به یې د یو کارمند له لوري بل کارمند ته په راجع کولو باندې متکی وو.»

 د آسان خدمت د سیسټمونو له پلي کېدلو سره به دغه ۷۲ پړاوونه ، ۱۲ پړاوونو ته راکم شي او له مینول سیسټم څخه په برښنايي سیسټم بدلېدلو سره به، په عامه خدمتونو کې به د پام وړ آسانتیاوې رامنځته شي.

 دوی زیاته کړه، چې د آسان سیسټم له پلي کولو سره به په اداره کې غیر ضروري بیوروکراسي ختمه شي، د اداري فساد مخه به ونیول شي، د خلکو وخت به نه ضایع کېږي او په لګښتونو کې به د پام وړ کمښت رامنځته شي.

آسان خدمت اداره دا مهال په پلازمېنه کابل کې د شهیدانو او معلولینو وزارت تر څنګ له ۱۳ نورو ادارو سره د عامه خدمتونو د ساده کولو او برښنايي کولو په برخه کې ګډ کار کوي او په نږدې راتلونکی دغه لړۍ ولایتونو ته هم وغځېږي.




t