پر ټولنيزو رسنيو خپور شوی د وژل شوي زده کوونکي جعلي عکس

پر ټولنيزو رسنيو خپور شوی د وژل شوي زده کوونکي جعلي عکس

د کابل د پرونۍ خونړۍ پېښې وروسته چې يو شمېر زده کوونکي پکې هم ژوبل شوي دي، نن پر ټولنيزو شبکو يو عکس خپور شو.

عکس کې ښکاري چې ښوونځي کې زده کوونکي ناست وي او د يو وژل شوي زده کوونکي پر څوکۍ د هغه عکس او ګل پروت وي او نور زده کوونکي ورته ژاړي.

ياد عکس چې نن د افغانانو ترمنځ په ټولنيزو رسنيو کې لاس په لاس شوی دی، ورسره ليکل شوي دي، چې دا د کابل د پرونۍ پېښې انځور دی.

خو د پوهنې وزارت څو شېبې وړاندې يوه خبرتيا خپره کړه او ويې ويل دا انځور د افغاني زده کوونکي نه دی.

وزارت پر خپلې رسمي فېس بوک پاڼې ليکلي، د کابل ښار په پروني چاودنه کي د سیمي نژدي ښوونځیو ودانیو د ښیښو ماتیدو له امله یو شمیر زده کوونکي سطحي ټپیان شوي چي اوس مهال يي روغتیايي حالت د ډاډ وړ دي.

په ټولنیزو پاڼو کي پورته شوي انځور د تیري ورځي د چاودني ندي او په پرونی حمله کې زده کوونکې ندي وژل شوي خپور شوی انځور د هیواد نه بهر د بل هیواد د زده کوونکي دی او په ښکاره ډول د یاد زده کوونکي نوم په عربي ژبه ښکاره او لوستل کيږي .

د وزارت خبرتيا کې راغلي:

«له درنو هیوادوالو څخه په درنښت هیله کيږي چي د دا ډول خبرونو او انځورنو په خپرولو کي اړین معلومات تر لاسه او له کره دقت نه کار واخلي ترڅو د عامه ذهنونو د خرابولو او انديښني سبب و نه ګرځي.»



t