د نړۍ تر ټولو لوی ميموري کارډ

د نړۍ تر ټولو لوی ميموري کارډ

ميموري کارډ به ټول پېژنئ او له ډولونو به يې هم خبر يئ، خو تر دې به نه ياست خبر چې نړۍ کې لوی – لوی يا تر ټولو لويه ذخيره کېدوونکي ميموري کارډونه هم شته.

يوه مجله چې د ساينسي مسايلو په اړه څېړنې کوي، خپل راپور کې ويلي دي، دا ميموري کارډ سلګونه زره جي بي مالومات ذخيره کولی شي.

راپور کې راغلي دي، ساينس پوهان غواړي، ياد ميموري کارډ کې د ساينس اړوند ټول مالومات خوندي کړي.

په برېټانیا کې د لنکاسټر پوهنتون د مالوماتو له مخې، مخکې ډېره ستونزمنه وه چې د ساینس په اړه ټول مالومات په یو ځای ذخېره شي، خو دوی د ريم او فلش سيسټم یو ځای کړی چې په مرسته یې په یو ځای کې ۱۰۰ ګنا ډېټا ذخيره کېدای شي.




t