کورنیو چارو وزیر:تېرکال مو د نیشه یي توکیو ۱۰۲مرکزونه له منځه وړي

کورنیو چارو وزیر:تېرکال مو د نیشه یي توکیو ۱۰۲مرکزونه له منځه وړي

نن کورنیو چارو وزارت کې د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ د “عدالت د روغتیا او روغتیا د عدالت لپاره” تر شعار لاندې د یوې پرتمینې غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه.
په یاده غونډه کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر، د کورنیو چارو وزارت مرستیالانو، د کورنیو چارو وزارت یو شمېر چارواکو، جنرالانو، منسوبینو، د روغتیا وزارت مرستیال، د مشرانو جرګې استازو، د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون کمېشنرې، علماو، له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د یو شمېر بهرنیو بنسټونو استازو او رسنیو ګډون درلود.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمد مسعود اندرابي په ټولنه کې نشه يي توکي یوه ناوړه پدیده یاده کړه او ویې ویل، چې ترهګر د نشه يي توکو د کر، پلور او قاچاق په وسیله خپله جګړه تمویلوي او له دې لارې د خپلو ځواکونو اعاشه او اباطه کوي.
محمد مسعود اندرابي د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معینیت منسوبینو هلې – ځلې او په چارو کې غښتلتیا د ستایلو وړ وبلله او زیاته یې کړه، چې د تېر کال په درشل کې له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو د پام وړ لاسته راوړنې لرلې او د هېواد په ګوټ-ګوټ کې یې د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې د دښمن او قاچاقبرانو د نشه يي توکو د تولید او پروسېس ۱۰۲ مرکزونه په نښه او له منځه وړلي دي.
ښاغلي اندرابي له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې له امنیتي ځواکونو سره د کورنیو او بهرنیو ذیدخلو بنسټونو او خلکو ګډه همکاري اړینه یاد کړه او ویې ویل، چې له نشه يي توکو سره مبارزه یو ملي، سیمه ییز او نړیوال مسوولیت دی او په دې برخه کې ټول باید ځان مسوول وګڼي.
د دې ترڅنګ د غونډې په لړ کې محمد هاشم اورتاق د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې مرستیال وویل، چې کورنیو چارو وزارت ژمن دی ترڅو د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې په برخه کې نه ستړې کېدونکي ګامونه پورته کړي او هر هغه څو ک چې د نشه يي توکو په کر، پېر، پلور او قاچاق لاس پورې کوي؛ هغه د قانون منګلو ته وسپاري.
محمد هاشم اورتاق نشه يي توکي نړیوال ناورین یاد کړ او زیاته یې کړه، چې نشه يي توکي د قانون حاکمیت متأثروي او په دې برخه کې کورني او نړیوال چارواکي باید پر بنسټیزو ستراتېژیو او پلې یې کار وکړي.




t