هرات: ۲ سوه مورزادي معلول او معیوب هلکان او نجونې ګډ درس وایي

هرات: ۲ سوه مورزادي معلول او معیوب هلکان او نجونې ګډ درس وایي

دا د هرات ښار شمال لورته د روښان دلانو یا معلولو ماشومانو لیسه ده چې نژدي دوه سوه مورزادي معلول او معیوب نجونې او هلکان په کې په زده کړو بوخت دي.
دوی یوازي په خپل رسمي وخت کې په کارونو نه دي بوخت بلکي خپل د فراغت په وخت کې هم د موسیقۍ او هنر په زده کړه بوخت دي.
دوی د زده کړو تربشپړولو وروسته د کارموندنې په اړه اندیښمن دي هغه څه چې د هرات والي له لوري جدل ستونزه وګڼل شوه .
هرات والي عبدالقیوم رحیمي د خپلي کورنۍ غړو سره یوځای د یادې لیسې څخه لیدنه وکړه او د زده کړو تربشپړولو وروسته يې هغوی ته د کارموندنې او دولتي اداروکې د جذب په اړه د همکاری ډاډ ورکړ.
هرات والي د دغه ماشومانو ځواکمنتیا او نوښتونه وستایل او د زده کړوسره يې د هغوی لیوالتیا هیله بخښوونکي وبلله .
رحیمي د دغه معلولو زده کوونکو لپاره د ځانګړي کتاب د چاپ او نورو امکاناتو برابرولو په اړه اړونده برخوته لازم هدایات ورکړل.
د روښان دلانو لیسې د موسیقۍ ډلې د یوې وطني سندرې په ویلو سره د هرات والي اود هغه کورنیوغړوته هرکلی ووایه او د معلولو ماشومانو وضعیت ته يې د سیمه یېزو چارواکو د لاپاملرنې غوښتنه وکړه .
دغه روښان دلان چې د زده کړو ترڅنګ کسب او کار هم زده کوي او له دې لارې ځان او خپلي کورنۍ ته د خدمت جوګه ګرځي د ورزش لپاره د مناسب ځای او امکاناتونشتوالي څخه شکایت کوي.
روشن دلان وايې له یو دنیا هیلو سره زد ه کړې کوي خو ترفراغت وروسته ورته د کار زمینه نه ده برابره .
هرات والي د دغه لیسې څخه د لیدنې اود هغوی ستونزوڅیړلو ترڅنګ د روشن دلانو لپاره د څلورملیونه یورو په ارزښت د لیسې ودانۍ جوړلو او دلیسې د ترانسپورټي ستونزوحل په اړه اړونده ادارو ته لازم هدایات ورکړل.




t