د قدرت کارونه

د قدرت کارونه

ژباړه: طاهر ابشار

د سترګو څخه بهیدونکي اوبه مالګيني دي، په خوله کي موجودي اوبه خوږې دي او په غوږو کي موجودي اوبه ترخې دي.

په دې درو غړو کي موجودو اوبو کي الله تعالی (ج) بيلا بیل تاثيرونه ايښي دي او غټ حکمت پکښې پټ دی.

د سترګو اوبه يعني اوښکي ځکه مالګيني دي انسان که هر څومره اوښکي توی کړي مخ یې د جراثمو او بکټرياو څخه ژغورل کيږي.

په خوله کي موجودي اوبه ددې لپاره خوږې دي چي د هر شي په ذايقې پوه سي.

د غوږ اوبه ځکه ترخې دي چي حشرات او داسي نور غوږ ته داخل نه سي، ځکه چي په غوږ کي پيچلي جوړښتونه دي، که چيري کومه حشره غوږ ته داخل سي همدغه ترخې اوبه یې نه پريږدي چي هلته ژوندۍ پاته سي.

د الله ج د نعمتونو شکر اداکړئ!



t