چاپيريال ساتنه کې د ملا امامانو ونډه؛ غونډه ورسره جوړه شوه

چاپيريال ساتنه کې د ملا امامانو ونډه؛ غونډه ورسره جوړه شوه

د میدان وردګو ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست د ارشاد حج او اوقافو ریاست په د دې ولایت، له ملا امامانو سره ناسته ترسره کړه چې د اسلام مقدس دین له نظره د چاپېریال ساتنې په اړه پکې هر اړخیز بحث ترسره شو.

د چاپيريال ساتنې ملي ادارې پر فېس بوک پاڼه ليکل شوي، له قدرمنو علمای کرامو غوښتنه وشوه چې منبرونو له لارې باید خلکو ته د چاپېریال ساتنې په تړاو عامه پوهاوی ورکړي.

ګډونوالو ژمنه وکړه چې د هواککړتیا سره د مبارزې، د پلاستیکي کڅوړو پر ځای دټوکرینو او کاغذي کڅوړو څخه د استفادې او نورو ګڼو #چاپېریالي ستونزو په هکله به خلکو ته عامه پوهاوی ورکوي.



t