خېبر پښتونخوا: يوه ورځ کې د پوليو پنځه مثبتې پېښې ثبت شوي

خېبر پښتونخوا: يوه ورځ کې د پوليو پنځه مثبتې پېښې ثبت شوي

د پوليو ناروغي لا هم د کرښې دواړو غاړو ته شته، د راپورونو په حواله يوازې يوه ورځ کې خېبر پښتونخوا کې د پوليو پنځه مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

په دې سره ياده سيمه کې د يو کال په موده کې د پوليو پېښو شمېر ۳۱ ته ورسېد.

خیبر پښتونخوا کې په یوه ورځ د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ۵ پېښې شوې دي.

راپورونه وايي، په دغو ۵ پېښو کې ۳ پېښې بنو ولسوالۍ او ۲ نورې پېښې تورغر ولسوالۍ کې شوې

خیبر پښتونخوا ایالت او د افغانستان د ډیورنډ پر فرضي کرښه پرتې سیمې دا مهال د پولیو د سخت ګواښ لاندې دي.




t