کافر ته شهید ویلی شو کنه؟

کافر ته شهید ویلی شو کنه؟

ځواب: د شهید لفظ دوه ماناوې یوه لغوي بله اصطلاحي لري.
لغة ”شهید ” په مانا د شاهد (ګواهي ویونکی) او مشهود (ګواهي ورباندې ویل شوي) دی.

په علمي فقهي او اسلامي اصطلاح کې به د ”شهید” کلیمې مانا پسې به د معتمدو کتابونو پلټنه وکړو،

الموسوعة الفقهية د فقهي مجلس د دمشق او همدارنګه مغني المحتاج لیکلي:
التَّعْرِيفُ:
وَالشَّهِيدُ فِي اصْطِلاَحِ الْفُقَهَاءِ: مَنْ مَاتَ مِنَ الْمُسْلِمِينَ فِي قِتَال الْكُفَّارِ

ژباړه: شهید په اصطلاح کې هغه مسلمان ته ویل کېږي، چې له کفارو سره په جنګ کې مړ شې.

او ټولو احادیثو کې رسول الله صلی الله علیه وسلم د مسلمان په حق کې دا لفظ ویلی او بس کافر که به هرڅومره پر ظلم مړ شو او مرګ به یې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ناخوښ وو خو یو وخت یې هم د شهید لفظ نه دی پکې مستعمل کړی.

نو ځکه باید ووایو چې دا یوه واضحه او ښکاره خبره ده، چې شهید یوازې مسلمان بللی شو او بس کافر که د هرې ډلې وي او پر هر لامل مړ شې شهید نشې کېدی او همیشه به جهنم دوزخ کې وي.

 مفتي نقيب احمد



شهید لفظ
t