زیات مصارفات او لوړ ولور؛ په بالیووډ کي پرې فلم جوړېږي

زیات مصارفات او لوړ ولور؛ په بالیووډ کي پرې فلم جوړېږي

اسیا په نړي هغه سیمه ده چي د دې سیمي په ځینو هېوادونو کي د دوو کسانو د واده کولو لپاره زیات مصارفات تر سره کېږي او یو بل ناوړه دود چي په دې هېوادونو کي د زیات ناوړه او خطرناکو پیښو لامل هم سوي دي هغه هم لوړ ولور دي.  افغانستان او پاکستان هغه هیوادونه دي چي هلکان د نجونو کورنۍ ته لوړ ولورونه ورکوي، چې ډېرى غريب خلک بيا د ودونو لپاره د نورو هېوادونو مسافري کوو او هلته کلونه کلونه په دې تېروي، چې د واده لپاره ولور پوره کړي او واده وکړي.

آما په هند کي د نجونو کورنۍ د ودونو لپاره د هلکانو کورنۍ ته ډېر زيات ولور ورکوي، په هند کي دا يوه لویه ستونزه ده، چي هلکان د نجونو له کورنيو ولور غواړي او که څه هم د هند په ډېرى ځايونو کي په دې بندېز هم لګېدلى دى، خو بيا هم هېڅوک د هغه نجلۍ سره واده نه کوي، چي له ځان سره لوړ ولور د هلک کور ته ور نه وړي.

د همدې دودونو پر ضد د بالیووډ ښکلې او نوموتي سېنمايي ستوري پرينيتي چوپړه او سدهارت ملهوترا یو فلم جوړوي. دا فلم (جبريا جوړي) نومېږي، چي د دغه فلم لومړۍ تبليغاتي ويډيو يا پرومو هم خپره سوې ده.

د دې نوي هندي فلم (جبريا جوړي) د لومړۍ تبليغاتي ويډيو يا ټرېلر له کتو وروسته داسي معلومېږي چې دا فلم د بېځايه او لوړ ولورونو پر ضد جوړ سوى دى، په فلم کي د واده هلکان تښتول کېږي او په زوره يې ودونه کېږي.

په دې فلم کي سدهارت ملهوترا هلکان تښتوي او بيا يې ودونه په زوره کوي، خو پرينيتي چوپړه بيا د سدهارت ملهوترا سره د واده لپاره هغه تښتوي او غواړي چي له هغه سره واده وکړي. فلم  نه یوازي دا چي د میني کیسه لري بلکي یو مزایه  فلم هم دي.

په (جبريا جوړي) فلم کي تر دوى پرته جاوېد جعفري، اپرشکتي کهرانه، سنجاى مشرا، شيبا چهډا، نيرج سود، ګوپال دت، چندن روى اند او ارسلان ممتاز هم کار کړى دى. همدا راز ويل سوي دي چي ايلي اورام به هم د يوه فلم په يوه سندره کي راښکاره سي.

د ډايريکټر پراشانت سنګ له خوا جوړ شوى دا فلم به د روان کال د اګست مياشتې په دويمه نېټه نندارې ته وړاندې سي.


بالیووډ فلمي نړۍ
t