د پنجاب د قانون مخکینی وزیر د هیروینو د قاچاق په تورنیول شوی

د پنجاب د قانون مخکینی وزیر د هیروینو د قاچاق په تورنیول شوی

د پاکستان د مسلم لیګ نواز ګوند یو مهم غړی او د نواز شریف ملګری رانا ثنالله د ۱۵ کیلو ګرامه هیروینو د لېږد په تور نیول شوی.

هغه مخکې د پنجاب ایالت د قانون وزیر و.

پولیسو ویلي، چې دغه هیروین یې د ثناالله په موټر کې نیولي.

د دوی په وینا هغه دا هیروین له لاهور څخه اسلام اباد ته لېږدول.

 نیول شوی مخکینی وزیر د نیشه یي توکیو په پراخ قاچاق تورن شوی.

 له هغه سره په موټر کې ۵ نور کسان هم سپاره ول، چې ټول نیول شوي.



t