کابل: د چين سفارت د لامبو وهلو سيالي تر سره کړه

کابل: د چين سفارت د لامبو وهلو سيالي تر سره کړه

په کابل کې د چین هیواد د سفارت له لورې د لامبو وهلو سیالي ترسره شوه.

د چین سفارت وايي، د جولای په لومړۍ نېټه د لامبو د تازه جوړ شوي حوض پرانيستونکي مراسم او د چين کمونېست ګوند د جوړېدو ورځې د نمانځنې په مناسبت د لامبو وهلو سيالي تر سره کړه.

سرچینه وايي، د سفارت ټولو غړو، مېلمنو او په افغانستان کې د چيني تصديو کارکوونکو په دې سيالۍ کې ګډون کړی و.

سیالي څنګه وشوه؟

د چین سفارت ددې سیالۍ په اړه ویلي: ګډونوال په ۳ لوبډلو وېشل شوي وو. هره ډله له ۴ لوبغاړو څخه جوړه شوې و، د ۴×۴۰ مترو ريلي ځغاسته يې تر سره کړه. د لوبغاړو په زړه پورې لامبو د حوض پر غاړه د ولاړو کتونکو ستاينې او چکچکې تر لاسه کړلې.

د سفارت د محافظينو ډله په وروستۍ مسابقه کې بريالۍ شوه، د سفارت د نورو کارکوونکو ګډې ډلې دوهم ځای او د تصديو د کارکوونکو ډلې درېيم ځای ونيو.

یاد سفارت ویلي:

«له دې سيالۍ څخه د انقلابي خوشبينۍ روحيه او په جنګي سيمه کې پر کارونو د ټينګار کولو هوډ ښکار شوی.»

سرچینې زیاته کړې، په دې سره د ګډونوالو لپاره د بدني روزنې او د دوستۍ د ټينګښت فرصت برابر شوی او د خوښۍ او همغږۍ فضا جوړه شوې ده.


کابل، د چین سفارت
t