عمران خان او مودي ممکن سره وویني

عمران خان او مودي ممکن سره وویني

اټکل کیږي، چې د پاکستان او هند صدراعظمان د کرتارپور پروژې د پرانیستې په حاشیه کې سره وویني.

 هندي رسنیو د دې لیدنې وړاندوینه تر هغې وروسته کړې، چې هندي صدراعظم نریندرا مودي د یادې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې ګډون ته چمتووالی ښودلی.

 یاده پروژه د دواړو هېوادونو ترمنځ شریکه ده او په نیږدې وخت کې پرانیستل کیږي.

پاکستان او هند ۳ میاشتې مخکې جنګي حالت ته رسیدلي وو، خو بیرته یې اړیکې عادي شوې.

هند تراوسه بیا ـ بیا د خبرو په اړه د پاکستان غوښتنه رد کړې.




t