په اسلامي خلافت کې د واک انتقال څرنګوالی – اوه څلویښتمه – برخه

په اسلامي خلافت کې د واک انتقال څرنګوالی – اوه څلویښتمه – برخه

کله چې سبکتګین حاجب امیرالامرا عزالدوله یې له بغداد وشاړه او خپله د هغه په کرسی کښیناست عزالدوله خپل تره ځوی عضدالدوله ته قاصد ولیږه چې مرستی ته یې ودانګي خو هغه هم هیله درلود چې عزالدوله باید له مخی لیری شي بیا نوموړی په بغداد لښکر کشی وکړي څو د خلفیه امیرالامرایی کرسی ورته تشه وي، خو یو شمیر پلویانو ورته مشوره ورکړه چې بغداد ونیسه بیا وروسته د عزالدوله د معزول کولو پلان عملي کړه.
نوموړي دا خبره ومنله او پر بغداد یې برید وکړ، خو د سبکتګین ځواک دومره نه و چې د آل بویه په مقابل کې ودریږي ځکه نو سبګتګبن او مطیع او طایع واسط سیمی ته وکوچیدل چې لاره کې مطیع بالله او سبکتکین حاجب وفات شول او طایع بالله د ساتنی دنده د هغه ځوی الپتګین په غاړه شو،پدی وخت کې عضدالدوله بغداد ونیوه او خپل پلان عملي کولو پسی ووت، لمړی یې د یوی توطیی په ترڅ کې امیرالامرا عزالدوله له واکه لیری او هغه یې سره د کورنی زنداني کړ، په دویم ګام کې یې ځان امیرالامرا اعلان کړ او د الپتکین سره یې روغه وکړه او خلیفه طایع الله یې په عزت بیرته دارالخلافه بغداد ته راوړ خو د خلیفه ژوند کې کوم اساسي بدلون ښکاره نشو.
لکه مخکنیو برخو کې چې وویل شو او د خلافت ادلون بدلون دومره اهمیت نه درلود هومره چې د امیرالامرا مهم څکه پدی وخت کې خلفا د امراو لاسپوسي و، کولای يې شول چې خلفا بدل رابدل کړي.
همدا وجه وه چې د آل بویه کورنی هم د بغداد امیرالامرا کرسی پر سر سیالی کولی.
د عزالدوله له زنداني کیدو وروسته د هغ وزیر ابن بقیه پخپلو هلوځلو وتوانید چې ټول امیران د عضدالدوله په مقابل کې ودرول حتی د هغه د کورنی غړي(خپل پلار یې رکن الدوله) او د دی هلوځلو پایله دا شو چې عزالدوله بختیاري بیرته د خپل تره رکن الدوله په مټ خپل منصب ته ورسیږي.
په کال ۳۶۵ هجري کې رکن الدوله وفات کوي ځوی یې عضدالدوله بیا بغداد باندی برید کوي کو بغداد نیسي دا کیسه ابن اثیر په ډیر جزئیاتو بیان کړی مونږ یې خلاصه بیانوو.
د عضدالدوله دوهمه پخپل دویمه دوره کې عزالدوله وژني بیا د هغه حامي امیر یا د حمدان امیر ابن تغلب هم وژني او حمداني دولت تس نس کوي، بیا په کردستان کې حسینیه دولت محوه کوي او د امیر بدر بن حسنویه ټول اولاده له تیغه تیروي او د مرګ تر ورځی۳۷۲ هجري پوری نیږدی خپل ټول مدعیان له منځه وړي.
د عضدالدوله له مړینی وروسته امیرانو د هغه ځوی ابو کالیجار مرزبان د هغه ځای ناستی و ټاکه او د صمصام الدوله لقب یې ورکړ، خو هغه خپله ځان ته د شمس الدوله لقب اختیار کړ.
د عضدالدوله، صمصام الدوله، بهاوالدوله د یوه په دوره کې هم خلیفه د امیرالامرا له خوښی پرته د کوم کار کولو جرئت او نه درلود او یوازی پدی یې بسنه کاوه چې یو امیرالامرا له صحنی ووځي بل راشی او دا ورته چپنه پر اوږو واچوي.
د بهاوالدوله په وخت کې یو ځل بیا خزانه تشه شوه دهغه سلاکارامیرابوالحسن بن معلم ورته وویل خلیفه سره بلها ملت او دولت شته له هغه یې واخله.
بهاوالدوله د خلیفه کور ته ننوتو او ټول مال دولت چې ورسره وو هغه یې لوټ کړ خلیفه فریادونه وکړ چې خلک خبر شول بهاوالدوله خلیفه طایع الله یې له خلافته معزول او د قاهربالله په کور کې یې زندانی کړ تر هغ پوری چې ومړ.
ندوي د تاریخ الخلفا په حواله لیکي:
طایع الله په جسامت کې غښتلی او قوي سړی و خو په رواني لحاظ دومره کمزوری و چې د هغه په خلافت کې د خطبه د مصر د فاطمي خلیفه په نوم لوستل کیده.
۳۸۱ هجري قمري کې بهاوالدوله خلیفه طایع الله یې زنداني کړ د نورو چارواکو سره په مشوره ابوالعباس احمد بن المقتدر یې خلیفه وټاکه او د قادربالله لقب یې ورکړ.
انځور: ۱۰۰۰ میلادي کې سلطان محمود د خلیفه قادر بالله نه خلعت ترلاسه کوي.

اکبر شیر



خلافت، روانه لړۍ
t