له نورو توپير لرونکی روبوټ

له نورو توپير لرونکی روبوټ

نړۍ د پرمختګ په حال کې ده، هره ورځ او هره شېبه په ساينس او ټکنالوژۍ کې نوښتونه او بدلونونه راځي.

د روبوټ په اړه څېړنې خورا تودې او د پرمختګ په حال کې دي.

يو داسې روبوټ جوړ شوی دی چې وزن يې کم خو د کمالونو څخه ډک دی.

د امریکا هارورډ پوهنتون د مایکرو روبوټکس ازموینې څانګې انجینیرانو داسې روبوټ جوړ کړی چې وزن یې یوازې ۲۵۹ ملي ګرامه دی او له کوم ډول تار پرته اتومات الوتنه کوي.

د ياد روبوټ اندازه د يوې مچې څخه ډېره نه ده.

د «روبو بي ‌اېک وېنګ» په نوم دا روبوټ په یوه ثانیه کې ۱۷۰ ځله خپل څلور وزرونه روپوي او پنډوالی یې یوازې ۳٫۵ سانټي مټره او لویوالی یې ۶٫۵ سانټي مټره دی.

ويل شوي دي، تر ډېره به دا روبوټ د څارنې لپاره وکارول شي.



t