د کندهار هوایي ډګر سړک ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د کندهار هوایي ډګر سړک ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

کندهار ته د ولسمشر غني د سفر پر مهال ګټې د کندهار هوایي ډګر سړک اخیستنې ته وسپارل شو.
د ټرانسپورټ وزیر انجینر یما یاري وویل د دغه سړک نوم هم د خپلواکۍ د اتل شهید ستر جنرال عبدالرازق په نوم پرانیستل شو او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
دغه سړک چې د کندهار هوایي ډګر څخه پیل شوی او د کابل تر دوه لاري غځیدلی، ۱۶٫۴۲ کیلومتره اوږدوالی، ۶۹٫۲ متره پراخوالی او ۴ لاینه د موټر لاره لري.
د دغه سړک ۴۲ متره اسفالټ شوې او نورې برخې یې پیاده رونه او د سړک غاړې ګلدانونه دي.
د دې ترڅنګ ۲۸۰ متره اوږده پلونه او ۳۷ پلچکونه لري، چې سایزونه یې مختلف دي.
دا پروژه د ۲٫۸میلیارده افغانیو په لګښت د افغانستان د حکومت لخوا تمویل او د ټرانسپورټ وزارت د سړکونو د ملي ادارې له لورې جوړ شوی.



t