په خصوصي پوهنتونونو کې د ښځينه و په جذب کې زياتوالی راغلی

په خصوصي پوهنتونونو کې د ښځينه و په جذب کې زياتوالی راغلی

په خصوصي پوهنتونو او لوړو زده کړو موسسو کې د ښځینه محصلانو او کارکوونکو لپاره د مصؤنې فضاء په رامنځته کېدو سره په دغو بنسټونو کې د ښځینه و په جذب کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.

دغه خبره د خصوصي پوهنتونو او لوړو زده کړو موسسو رئیس پوهندوی محمد امیر کاموال په هغه ناسته کې وکړه چې د بېلابېلو خصوصي تحصیلي بنسټونو جندر برخې مسوولینو په ګډون په لوړو زده کړو وزارت کې جوړه شوې وه.

محمد امیر کاموال وویل په تحصیلي بنسټونو کې د جندر ستراتیژۍ او جنسیتي ځورونې د مخنیوي پالیسۍ د تطبیق له مخې چې د لوړو زده کړو وزارت مهم لومړیتوب دی؛ د خصوصي پوهنتونو او لوړو زده کړو موسسو ریاست هڅه کوي، چې د ټولو خصوصي بنسټونو په تشکیلاتي جوړښت کې د جندر برخې ډیپارټمنټونه رامنځته او پیاوړي کړي.

نوموړي زیاته کړه:

«خصوصي موسسات د محصلانو، استادانو او کارکوونکو په برخو کې د جنسیتي برابرۍ لپاره فعالیت کوي او خصوصي پوهنتونو ریاست یې په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.»

یاده غوڼده کې د جندر په چارو کې د لوړو زده کړو وزارت سلاکارې ډاکټر عایشه نورزۍ د جندر په برخه کې د لوړو زده کړو وزارت د لومړیتوبو، پروګرامونو او فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل.

«په ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت جندر آمرې ملکه قاسمي د یادې ناستې موخه د جندر په برخه کې د خصوصي تحصیلي بنسټونو او لوړو زده کړو وزارت ترمنځ د همغږۍ زیاتوالی وباله او په پوهنتونو کې یې د جنستۍ برابرۍ، آزار او ځورنې د مخنیوي په برخه کې د لوړو زده کړو وزارت پر فعالیتونو خبرې وکړې.»

همدارنګه غونډې ګډونوالو ته د جندر په برخه کې د ځواب ویونکې بودجې(GRB) په اړه معلومات ورکړل شو.

په دغه ناسته کې د خصوصي پوهنتونو او لوړو زده کړو موسسو جندر برخې مسؤولینو په خپل وار سره، په اړوندو بنسټونو کې د جندر د وضعیت په اړه راپورونه وارول او خپل نظریات یې شریک کړل.




t