بغلان کې متوسطه ښوونځی جوړیږي

بغلان کې متوسطه ښوونځی جوړیږي

د افغانستان د ښار جوړونې او ځمکو وزارت وايي، په بغلان ولایت کې یو ۱۰ صنفي متوسطه ښوونځی جوړوي.

دا ښوونځی هم د پیش ساخته قطعاتو  د پروګرام له لارې جوړیږي.

یاد وزارت وايي، دا ښوونځی په پلخمري کې موقعیت لري.

د ښوونځي جوړړولو ټول لګښت د افغانستان د پوهنې وزارت له انکشافي بودجې ورکول کیږي.

پیش ساخته د افغانستان د ښار جوړولو او ځمکو وزارت هغه پروګرام دی چې له لارې یې په ښه او اسانه ډول سره ښوونځي رغول کیږي او ګټې اخیستو ته سپارل کیږي.

 


د ښوونځي رغیدل
t