په اغزنه لاره تګ – ضياءالحق امرخېل

په اغزنه لاره تګ – ضياءالحق امرخېل

د افغانستان لانجه پاکستان سره د هغه له تولد سره سمه شروع شوه. کله ارامه او کله اوج ته رسیده. خو حالاتو وښوده چې له دې جنجاله موږ ګټه ترلاسه نکړه او له ډیر لټون سره سره مو له دې تپل شوی جنجاله د خلاصون لاره هم و نه مونده.

پاکستان؛ د افغانستان د ټولواک محمد ظاهر د شاهی دورې د دویم صدراعظم سردار شاه محمود خان (۴۶-۱۹۵۳) د صدراعظمۍ په دویم کال (۱۹۴۷) کې وزیږید. کله چې یې په همدې کال د ملګرو ملتونو غړیتوب ترلاسه کاوه، نو افغانستان یې مخالفت وکړ چې د دې مخالفت دلیل د انګریزانو ظالمانه سیاست و. انګریزانو د [ ډیورنډ] په توره په کال ۱۸۹۳ کې د افغانستان له بدنه یوه غوښنه برخه جدا او خپلې مستعمرې ( هندوستان) پورې یې کوشیر کړې وه. تمه دا وه چې له سیمې د انګریزانو له وتلو سره سم به دا برخه بیرته اصلی بدن سره نښلول کیږی؛ خو د پاکستان په جوړیدو سره زموږ د وطن هډونه د دې نوی زیږیدلی هیواد د بدن اضافی برخه وګرځیده.

د شاه محمود خان د صدراعظمۍ په مهال د دواړو هیوادونو ترمنځ حالت نازک شول. داسې چې د پاکستان الوتکو آن زموږ قبایلی سیمې بمبارد کړې (۱۹۴۹) چې غبرګون کې یې زموږ پارلمان د ډیورنډ کرښې په ګډون نور مهاهدات لغوه اعلان کړل او حالات لاپسې ترینګلی شول.

د داود خان د صدراعظمۍ په مهال (۵۳-۱۹۶۳) د پښتونستان مسئله ډیره توده شوه. دا تودوالی د پاکستان ضد و. شاید داود خان غوښتل په دې توګه پاکستان تر فشار لاندې راولی او له شره یې ځان خلاص کړی. پاکستان له دې حرارته وډار شو او داسې تصور یې وکړ چې دا تودوخه به یې له بدن سره د پیوند شویو برخو لیم بیرته ویلې کړی او جلا به شی. بله ویره دا وه چې ممکن دا سندیانو او بلوڅانو ته هم د ازادۍ غوښتلو الهام شی او د دې هیواد نخچه تغییر کړی. وروسته د بنګلادیش جدایۍ (۱۹۷۱) د دې ویرې ګراف لا پسې لوړ وساته.

خو داود خان د جمهوریت په وروستیو کلونو کې غوښتل چې روابط بیرته حسنه کړی، روابط د ښه کیدو خواته روان و. په همدې لړ کې د پاکستان ولسمشر ذولفقار علی بهوټو په کال ۱۹۷۵ کې کابل ته سفر وکړ، خو ډیر ژر د افغانستان د تاریخ یوه پاڼه واوښته او دې پاڼې هر څه تغییر کړل.

دا په کال ۱۹۷۸ کې د کمونیست پلوه ډلو [ خلق – پرچم] لخوا پر داود خان خونړۍ کودتاه وه. په دې کودتاه سره شوروی پلوی حکومت واک ته ورسیده او د دې حکومت له پاکستان سره ( چې د امریکا ملګری و) دښمنی شوه. د دښمنۍ یو دلیل که د شوروی لمسون و، بل یې دا و چې پاکستان په خپله موجوده جغرافیه کې د افغان حکومت ضد جنګیالیو روزلو، تجهیزولو او افغانستان ته د جګړې لپاره رالیږلو ته کار ویلی و او دا دی دا لړۍ تراوسه هم روانه ده.

د بخت یاری

د پاکستان اړیکې نه یوازې له افغانستان، بلکې آن له خپل ستراتیژیک او پخوانی ملګری امریکا سره هم ضد او نقیض دی؛ خو بخت له پاکستان سره دی او هر تشنج یې په خپله ګټه څرخولی.

د ۲۰۰۰ کال د سپتمبر۱۱ مې له پیښې وروسته امریکا د یو لوی جنګ په نیت راووتله. همدا مهال د دې هیواد د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ریچارد ارمیتاژ (Richard Armitage ) له پاکستانه د ملګرتیا غوښتنه وکړه او جنرال پرویز مشرف ته یې ګواښ وکړ چې که له تروریزم سره په جنګ کې یې خوا کې و نه دریږی، نو بمبارد ته دې چمتو شی او بیرته دې ډبرین عصر ګرځیدو ته چمتو وه اوسی. دغه راز په ۲۰۰۶ کال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر کولن پاول (Colin L. Powell) هم ورته پیغام درلود او ورته ویلی یې و: ((یا له موږ سره یئ او یا زموږ پر وړاندې))

پاکستان، د دې ګواښونو د فوری دفع کولو په موخه ګڼ شمیر طالب چارواکی، آن اسلام اباد لپاره د طالبانو سفیر ملاعبدالسلام ضعیف د ټولو دپلوماتیکو اصولو خلاف، امریکا ته لاس تړلی وسپاره، خو وروسته یې بیا د هماغو ډلو ملاتړ ته ادامه ورکړه چې افغانستان کې د امریکا او ناټو پر ضد جنګیدل. آن د امریکا ستر رقیب اسامه بن لادن هم تر مرګه د همدې هیواد میلمه پاتې شو؛ خو کوربه هیواد د امریکا له مرستو هم محروم نشو.

پاکستان؛ نه قانع کیدونکی هیواد

افغانستان کې که څه هم دوه ځلې د پاکستان په خوښه حکومتونه منځ ته راغلی، خو دې هیواد د افغانستان لپاره خپله دوستی نه ده ثابته کړې. وګورئ، د مجاهدینو په دولت کې له پاکستان سره روابط دومره دوستانه شول چې حتی د وخت ولسمشر برهان الدین ربانی د ای اس ای له پخوانی مشر جنرال حمید ګل وغوښتل چې کابل ته راشی او مشاور یې شی.

دغه راز د طالبانو حکومت مشران هم له هغې خوا تغذیه کیدل او رهبری کیدل خو په دې دواړو دورو کې پاکستان د افغانستان لپاره خپله دوستی ثابته نشوه کړای او داسې کار یې ونکړ چې زموږ د ولس باور را خپل کړی.

له طالبانو وروسته پخوانی ولسمشر ښاغلی کرزی صیب هم له پاکستان سره د ورورۍ پالیسی غوره کړه. دا وروری خو یې دومره خوږه شوه چې د امریکا په ملاتړ واک ته رسیدلی کرزی صیب یو وخت جیو ټلویزیون سره په یوه مرکه کې وویل: ))خدای مکړه، که هر کله د پاکستان او امریکا تر منځ جنګ شروع کیږی، افغانستان به له پاکستانه پلوی کوی. ))

د خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې که هندوستان پر پاکستان حمله وکړی؟ د هندوستان د شملې پوهنتون سند یافته او تکړه سیاسیت مدار کرزی صیب ،چې پلار یې په پاکستان کې ترور شوی و، وویل:

(( هر څوک چې پر پاکستان حمله وکړی، افغانستان به له پاکستان سره وی. افغانستان به د پاکستان ورور وی. افغانستان به هیڅکله خپل ورور سره خیانت ونکړی.))

له همدې خوږو اړیکو سره سره کرزی صیب، د رییس جمهور په توګه شاوخوا شل ځلې پاکستان ته له هیلو سره سفرونه وکړل، خو نتیجه ترلاسه نشوه او یو وخت خو حالات دومره ترینګلی شول چې خبره جنګ ته نږدې شوه د کرزی صیب په څیر له زغمه د ډک شخص حوصله یې ختمه کړه او د ستیج له سره یې پاکستان ته په خطاب کې وویل: (( ګر ندانی غیرت افغانی ام – چون به میدان امدی میدانی ام))

د دې ټولو خبرو اصلی علت په دې کې دی چې د پاکستان پالیسی دا ده چې په افغانستان کې فقط یا د خپلې خوښې حکومت نصب کړی او یا د حکومتونو پر ځای، د حکومتونو خلاف ډلو ملاتړ وکړی. دا ملاتړ د دې سبب ګرځی چې افغانستان کې حکومتونه کمزوری شی. دا هیواد په خپلو پښو ونه دریږی او په هر ډګر کې ده ته محتاج وی.

خو له دې سره سره، موږ مجبور یوو چې د سیمې د بل هر هیواد په څیر له پاکستان سره ښې اړیکې ولرو. داسې اړیکې چې په متقابل درناوی ولاړې وی او داسې اړیکې چې پاکستان یې هم ضروریت حس کړی.ځکه له یوې خوا نږدې ګاونډی دی او له بلې خوا د ډیورنډ په خنجر زموږ د ولس یوه ستره جلا شوې برخه هلته میشت ده.

جلالتماب ولسمشر اشرف غنی، همدې واقعیتونو ته په پام د همدغه شان اړیکو په لټه کې دی. هغه د دې اړیکو په اهمیت پوهیږی نو ځکه یې د رامنځ ته کولو لپاره هڅې کړی او کوی یې.

ولسمشر اشرف غنی واک ته له رسیدو سره سم، پاکستان ته د دوستۍ لاس وغځاوه، په ۲۰۱۴ کې یې پاکستان ته سفر وکړ؛ خو مقابل لوری د تمې خلاف دوستۍ ته زړه ښه نه کړل، لاسوهنو ته یې زور ورکړ او روابط کړکیچن شول.

پاکستان ته د ولسمشر تازه سفر د یو بل فرصت ازمویل دی او دې هیواد ته یو بل چانس ورکول دی. که څه هم دا سفر د پاکستان په رسمی بلنه ترسره شوی؛ خو د افغانستان دولت، چې ښه ګاونډیتوب یې د خارجی پالیسی اساس جوړوی، هم ورسره دلچسپی درلوده.

کورنی خنډونه او د موقف کمزورتیا

که څه هم افغانستان له پخوانی کمزوری حالته راوتلی. یو وخت به زموږ د هیواد په اړه راولپنډۍ کې پرېکړې کېدې؛ خو اوس موږ د خپل غږ لپاره خپله ژبه لرو، ولې بیا هم کاملاً قوی موقف کې نه یوو. د قوی موقف پر وړاندې یوه ستره ستونزه هیواد د ننه د سیاسی مخالفینو ناځوانی ده. دغه مخالفین د خپل مخالفت لپاره هره وسیله کاروی، هره خوا لاس غځوی او د افغانستان موقف کمزوری کوی.

غوره لاره داده چې له هر څه مخکې د افغانستان سیاسیون حد اقل دومره شعور پیدا کړی چې ملی ګټو پر مهال شخصی اختلافونه څنډې ته کړی او د افغانستان موقف د بل هر چا پر وړاندې غښتلی کړی.

د فشار واردولو الاتو کارول

متقابلې اړیکې هغه وخت موازی روانې وی چې یو بل ته اړتیا محسوس شی. د دې لپاره د فشار واردولو الاتو لرل او په مناسبو ځایونو کې یې کارول اړین دی. د بیلګې په توګه ایران او پاکستان، کله ناکله هلته زموږ له میشتو کډوالو څخه د فشار واردولو د آلې په توګه کار اخلی. له خپلو سرحدونو څخه کار اخلی او دا دی په دې وروستیو کې خو پاکستان ان له خپل فضایی حریم څخه هم یو څه وخت شومه استفاده وکړه.

موږ هم داسې څه لرو خو که سمه استفاده ترې وشی؛ ګاونډیان، په ځانګړې توګه پاکستان به په احترام ولاړو متقابلو اړیکو ته مجبور کړی. دا زموږ جغرافیوی موقعیت او روانې اوبه دی. زموږ هیواد منځنۍ اسیا ته د پاکستان د صادراتو لپاره لنډه او ارزانه لاره ده او همدارنګه له منځنۍ اسیا څخه پاکستان ته د انرژۍ د انتقال یواځنۍ لاره ده. پاکستان چې اوس یو صنعتی هیواد دی، د خپلو صادراتو لپاره مارکیټونو ته اړتیا لری او دې مارکیټونو ته د اموالو رسولو لپاره لنډو او اقتصادی لارو موندلو ته مجبور دی.

ولسمشر په ټول کوښښ هڅه کوی لږ تر لږه له همدې دوه شیانو استفاده وکړی، که کورنیو شخړو کې ښکیل نه وای، دې هدف ته به تر یوه حده ور رسیدلی و.

پاکستان ته په تازه سفر کې هم ، یو لوی بحث په سیمه ییز اتصال او سوداګرۍ و. د دې اتصال لپاره امنیت اړین دی او د امنیت په ټینګښت کې که پاکستان له زړه وغواړی، مهم رول ادا کولای شی.

دغه راز ولسمشر د اوبو د مهارولو لپاره هم منظم پلانونه لری چې څه یې د عملی کیدو په حال کې دی او که ټول پلی شی، وضعیت به تغییر ومومی.

پاکستان هم باید دا درک کړی چې افغان دولت ضد پالیسی ورته درنده تمامیږی، البته که د دوی پالیسی جوړونکیو او پوځ ته نه وی، ولس او کاروباریانو ته خو درنده ده.

وګورئ، پاکستان دا مهال له سترو اقتصادی ستونزو سره لاس او ګریوان دی. د ډالر په مقابل کې د کلدارۍ له حده پورته راټیټیدل او بې ثباتی، د دې هیواد سوداګرو ته پوره زیان رسولی او رسوی یې. که دا وضعیت دوام وکړی شاید پانګوال خپلې پانګې بیرون کړی. دا به ۲۰۰ میلیونی نفوس لرونکی پاکستان کې د بیکارۍ ګراف لا پسې لوړ کړی او نوی جنجالونه به ور ته وزیږوی.

بله خبره دا ده چې پاکستان که له یوې خوا د یوه صنعتی هیواد په توګه خپلو تولیداتو ته د بازار موندنې اړتیا لری، له بلې خوا انررژۍ ته هم شدید ضروریت لری او دا دواړه دافغانستان له لارې تمویلیږی. مثلا، د نږدې دوه میلیارده ډالرو په ارزښت د کاسا ۱۰۰۰ پروژه چې له لارې به یې له منځنۍ اسیا څخه شاوخوا ۱۳۰۰ میګاواټه بریښنا پاکستان ته انتقال شی. همدارنګه د ټاپی پروژه چې د افغانستان له لارې تیریږی او پاکستان – هندوستان ته ګاز انتقالوی. دغه حیاتی او ضروری لارې زموږ په ولکه کې دی او موثره استفاده ترې کیدای شی.

له بلې خوا پر نړیوالو ستیژونو د پاکستان د تروریزم پلوې پالیسۍ پر وړاندې څرګندونو نړیوال ذهنیت تغییر کړی او لا هم د تغییر په حال کې دی چې دا تغییرات به پاکستان لا پسې انزوا ته ور ټېله کړی.

افغان دولت ته په کار ده چې له یوې خوا د فشار واردولو الات په خپل لاس کې ټینګ ونیسی او د مناسبې کارونې ظرفیت یې پیدا کړی او له بلې خوا له ګاونډیو څخه د فشار واردولو هغه الات بیرته واخلی چې موږ ورکړی.

د بیلګې په توګه؛ همد اوس په پاکستان او ایران کې په میلیونونو افغانان د کډوالۍ ژوند کوی. دا زموږ پر وړاندې د فشار واردولو یو ډول الات دی. دولت باید په ټول قوت د دوی بیرته راستنیدو ته زمینه برابره کړی او هر څنګه چې وی دوی بیرته راخپل کړی. په دې سره به له یوې خوا له افغانستانه وتلې پانګه بیرته راشی او له بلې خوا به دغه مخلوق د فشار او نورو موخو په توګه نه کارول کیږی.

همدارنګه کور د ننه سیاسی مخالفینو ته په کار ده چې د خپل وطن مجبوریتونه درک کړی او له دې مجبوریتونو څخه د وتلو لپاره پر یوه لاره ګډ سفر وکړی. سیاسی مخالفت باید دومره شرمیدلی نه وی چې د افغانستان ملی ګټې زیانمنې کړی.

دغه راز د پاکستان مسلمان ملت هم باید خپل حکومت تر فشار لاندې راولی چې د هغې جګړې اور مړ کړی چې زموږ تر څنګ د دوی هډونه هم سوزوی.



د ولسمشر د مشاور تحلیل
t