کندهار: په لومړي ځل ۳۵۰ بستريز روغتون ګټيې اخيستني ته وسپارل شو

کندهار: په لومړي ځل ۳۵۰ بستريز روغتون ګټيې اخيستني ته وسپارل شو

په کندهار ولایت کې یو لوی روغتون جوړ او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

ددې ولایت د رسنیو دفتر وايي، د عينومېني ۳۵۰ بستریز دا روغتون د عامي روغتيا وزیر ډاکټر فيروزالدین فيروز، یو شمېر نورو وزیرانو، چارواکو، ملي سوداګرو او ګڼ شمېر نورو مشرانو په ګډه د پټۍ په پرېکولو سره پرانیست او ګټي اخيستني ته يې وسپارلو.

دا روغتون د درې کاله او اتو میاشتو په موده کې په ۱۳۷ جریبه ځمکه کې جوړ شو.

سرچینه وايي، ۶۱۰ میلیونه افغانۍ لګښت پرې شوی دی چې د دولت له انکشافي بودجې دا لګښت پرې شوی دی.

د عامې روغتیا وزیر پېروز دا یو مجهز روغتون وباله.

ده وویل: «دا مهال پکښي د جراحي عملياتو، داخله ناروغيو، کوچنيانو او نسايي او ولادي صحي خدمات موجود دي، چي د وخت په تېرېدو سره به پکښي د سرطان او نورو ناروغيو عملياتونه هم ترسره کېږي.»

د کندهار د رسنیو دفتر وايي، د دې روغتون په پرانیستني سره به له یوې خوا میرویس حوزوي روغتون ته د ناروغانو مراجعين کم شي او له بل اړخه به د جنوب لوېديځي حوزې په سطحه ولس عصري روغتيايي خدماتو ته لاسرسی ومومي.

 



کندهار، روغتون
t